په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هېلمند له والي ګلاب منګل سره ځانګړې مرکه

هېلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې پروت تر ټولو نا ارام ولايت بلل کېږي چې د نورو سيمو په پرتله پکې طالبان ډېر فعال دي او په تېرو کلونو کې د سختو جګړو شاهد و.

د جغرافيې له اړخه د افغانستان دغه تر ټولو غټ ولايت د کوکنارو په کرکيله کې هم تر نورو مخکې بلل کېږي .

ددغه ولايت خلک په عمومي ډول کروندګر دي خو اوس وايي نا امنيو له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي .

په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر داود اعظمي په دې وروستيو کې هېلمند ولايت ته تللی و او هلته يې له والي ګلاب منګل سره مرکه کړې ده .

په سر کې يې له ښاغلي منګل څخه پوښتلي چې د والي په توګه دی څه فکر کوي چې د هېلمند تر ټولو لويه ستونزه څه ده ؟