د ۱۴۲ نورو مرکزونو رایې باطلې اعلان شوې

ښاغلی معنوي
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رييس وویل، د پنجشېر او دایکندي ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، او د یوشمېر نورو ولایتونو د رایو شمېرنه په بشپړېدو ده، چې ډېر ژر به یې لومړنۍ پايلې اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رييس فضل احمد معنوي وايي د سږ کال د ولسي جرګې د ټاکنو د پايلو د اروزنې په درشل کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د رای ورکونې د ۱۴۲ مرکزونو رایې باطلې اعلان کړې دي.

د تېرې وږي میاشتې پر ۲۷مه د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ په ټول افغانستان کې د رای اچونې تر 5800 ډېر مرکزونه پرانیستي وو، او د کمیسیون د دغه نوي ګام په اخیستو سره د هغو مرکزونو شمېر، چې د درغلیو له امله یې رایې باطلې اعلان شوې، ۴۴۲ ته رسېدلی دی.

ښاغلي معنوي وویل د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو څخه پر کمیسیون فشار راوړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د باطلو شوو مرکزونو رایې باوري اعلان کړي:

''ځينې هغه کاندیدان، چې د اړوندو ټاکنیزو مرکزونو رایې یې باطلې اعلان شوې، له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د کمیسیون د پرېکړې مخه ونیسي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې کومه پرېکړه کړې، بېرته له سره غور پرې نه شي کولی، موږ کومه سیاسي مرجع نه یو، د چا په ګټه هم کار نه کوو او زور هم پر موږ کوم اغېز نه کوي، چې خپله پرېکړه بېرته واخلو.''

فضل احمد معنوي دا هم وویل چې ډېر ژر به د رای اچونې د هغو مرکزونو چارواکي کابل ته د تحقیقاتو لپاره راوغوښتل شي، چې رایې یې باطلې اعلان شوې دي:

''د رای اچونې د ټولو هغو مرکزونو مشران به کابل ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره راوغواړو، چې رایې یې باطلې اعلان شوې، اړونده ډي ايف سي یې پيدا کړو، چې زموږ پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ووايي، که چېرې هغوی چوپه خوله پاتې شي، زور ورسره شوی وي، یا دوی کومه بله پټه معامله کړې وي، هغوی به ارومرو پوښتل کېږي. ''

Image caption فضل احمد معنوي دا هم وویل چې ډېر ژر به د رای اچونې د هغو مرکزونو چارواکي کابل ته د تحقیقاتو لپاره راوغوښتل شي، چې رایې یې باطلې اعلان شوې دي:

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رييس وویل، د پنجشېر او دایکندي ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې، او د یوشمېر نورو ولایتونو د رایو شمېرنه په بشپړېدو ده، چې ډېر ژر به یې لومړنۍ پايلې اعلان شي.

د ټاکل شوي مهال وېش له مخې، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې باید تېره ورځ اعلان شوې وای.

خو ښاغلی معنوي وايي د ټولو ولایتونو په ځينو ټاکنيزو مرکزونو کې د یو لړ فني ستونزو او د ځينو رایو د بیا شمېرلو له امله لومړنۍ پايلې وځنډول شوې.

ورته مطالب