د افغانستان په لوېديځ کې څلور ايټاليايي عسکر وژل شوي

ايټالیایي سرتېري په افغانستان کې
Image caption په تېرو شپږو کلونو کې دغلته ۳۴ ايټاليايي سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان په لوېديځ فراه ولایت کې وسله والو په یوه کمین کې د ايټالیا څلور پوځيان وژلي او پنځم هغه یې ټپي کړی دی .

برید نن سهار 'شنبه، د تلې/میزان ۱۷مه، د اکتوبر نهمه' د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې داسې مهال شوی، چې فکر کېږي خپلو بارکونو ته سرتېري د ورستنېدا په حال کې وو.

په لوېديځ زون کې د ایساف ځواکونو قومندان ماریو رېنا وايي ښايي سرتېري د ماین چاودنې وژلي وي:

''ممکن دا د سړک د غاړې یوه چاودنه وي چې په ګلستان ولسوالۍ کې وشوه او د ايټالیايي سرتېرو یو موټر یې والوځاوه، څلور سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.''

ايټالیا په افغانستان کې کابو ۳۵۰۰ سرتېري لري، چې ډېری یې په لوېديځ کې پراته دی.

ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۰ کال ترپایه به په افغانستان کې د ايټالیايي سرتېرو شمېر څلورو زرو ته ورسېږي.

په تېرو شپږو کلونو کې دغلته ۳۴ ايټاليايي سرتېري وژل شوي دي.

او د روان ۲۰۱۰ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر تر ۵۸۵ اوښتی دی.

د روانې اکتوبر میاشتې له پيل راهیسې په افغانستان کې ۲۴ بههرني عسکر وژل شوي او له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا بیا په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر تر ۲۰۰۰ اوړي.

Image caption د روانې اکتوبر میاشتې له پيل راهیسې په افغانستان کې ۲۴ بههرني عسکر وژل شوي او له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا بیا په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر تر ۲۰۰۰ اوړي.

که څه هم ناټو ځواکونو په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی ښودلی، خو د ايټالیا دفاع وزارت ویلي چې د شنبې پر ورځ یې په افغانستان کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د تېرې جمعې پر ورځ 'د تلې ۱۶مه' هم د افغانستان په سوېل کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي ول.

وړاندې وسله والو ګواښ کړی و چې د افغانستان له سوېل نه به د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه د هېواد نورو برخو ته وغځوي.

دغه څلور ایټاليايي سرتېري داسې مهال وژل شوی، چې څو ورځې وړاندې د وسله والو پرضد د هېواد په نارامه سوېلي کندهار ولایت کې عملیات پيل شوي ول.

ورته مطالب