برتانیا: په کونړ کې تښتول شوې برتانوۍ وژل شوې

لېنډا نورګروف
Image caption ۳۶ کلنه لېنډا نورګروف د تېرې سپتمبر پر ۲۶مه له خپلو درو ځايي افغان کارکوونکو سره کونړ ولایت ته پرلاره وتښتول شوه.

هغه برتانوۍ مرستندويه چې دوه اوونۍ وړاندې يرغمل شوې وه د امريکايي ځواکونو د ژغورنې د عملياتو په هڅه کې مړه شوې ده.

فکر کېږي چې هغه تښتونکو وژلې ده.

لېنډا نورګروف دوه اوونۍ وړاندې په کونړ کې تښتول شوې وه .

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ ويلي هغو ګواښونو ته په کتو چې هغه ورسره مخامخ وه د هغې د ژغورنې لپاره د عملياتو د کېدو پرېکړه وشوه.

هغه وويل پر پوځي عملياتو يې تېره ورځ ناوخته موافقه وکړه.

۳۶ کلنه لېنډا نورګروف د تېرې سپتمبر پر ۲۶مه له خپلو درو ځايي افغان کارکوونکو سره کونړ ولایت ته پرلاره وتښتول شوه.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي دغه کارکوونکې''د ژغورنې د عملیاتو پرمهال د تښتوونکو په لاس وژل شوې ده.''

دغې ښځې د ايډيا نيو IDEA NEW په نامه مؤسسې ته کار کاوه، چې په کونړ کې هم د کرنې ځينې پروژې لري.

د کونړ پوليسو ویلي وو پرته له دې چې سیمه یيز پوليس خبر کړي دغه ښځه په خپل سر له ننگرهاره کونړ ته روانه شوې وه چې د سپتمبر ۲۶مه/ د تلې (میزان) څلورمه' تر غرمې مخکې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې وتښتول شوه.

د کونړ استخبارات وايي هغه سیمه چې غالباً دغه برتانوۍ مېرمن پکې ساتل کېده، د بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوې وه، کله چې ځواکونه دغې سیمې ته ورننوتل، اورپکو پر لېنډا لاسي بمونه ورغورځول او هغه یې ووژله .

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې ځینې نور تښتول شوي کسان هم وژل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو د تېرې سپتمبر میاشتې له ۲۶ راهیسې د دغې وژل شوې برتانوۍ د خوشي کولو لپاره عملیات پيل کړي ول.

د کونړ سیمه ییزې شورا هم هڅه کوله، چې د خبرو له لارې دغه تښتول شوې برتانوۍ کارکوونکې راخوشې شي.

لېنډا نورګروف د برتانیا د سکاټلنډ اوسېدونکې وه، چې له تېرو اتو- لسو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې کار کاوه.

نوموړې اووه میاشتې وړاندې د DAI په نامه له مؤسسې سره کار پيل کړ.

ورته مطالب