په پکتیا کې چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

ټپي شوې ماشومه
Image caption د مندوزیو ولسوال وايي په برید کې پنځه ماشومان او د کمپاین څلور افغان ساتونکي ټپيان شوي.

د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د خوست – ګردېز پر لویه لاره پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی.

د مندوزیو ولسوال ولي شاه همت ویلي برید ته څېرمه په یوه کور کې پنځه ماشومان او د کمپاین څلور افغان ساتونکي ټپيان شوي دي.

په خوست کې د ناټو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته ویلي په برید کې امریکايي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی، خو یوزاې یو موټر یې خراب شوی دی.

ناټو وايي په برید کې یوازې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

خو په کابل کې مېشتو ایساف ځواکونو په یوه بله ویناپاڼه کې ویلي چې نن یې د افغانستان په سوېل کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په برید کې اته امریکايي پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دغې ډلې یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له یوه نامالومه ځايه د تيلې فون پر کرښه وویل، دا برید د پکتیا د ګردېز د څېړۍ د اوسېدونکي نور اکبر په وسیله شوی دی.

Image caption په خوست کې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي په برید کې د دوی هېڅ کوم سرتېري ته زیان نه دی اوښتی.

چاودنې د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل

بل خوا د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې نن له غرمې مخکې د ملکي وګړو یو ګاډی پر ماین ختلی ، چې د مور او پلار په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي پکې وژل شوي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ویلي په وژل شوو کې دې ماشومان او د هغوی مور او پلار شامل دي.

بل خوا د زابل چارواکي وايي د کلات ښار ته څېرمه طالبانو د بهرنیو ځواکونو شپږ اکمالاتي لارۍ سوځولې او څلور ساتونکي یې ټپيان کړي دي.

په زابل کې طالبانو بهرنیو ځواکونو شپږ اکمالاتي توکي وړونکي ګاډي سوځولي او څلور ساتونکي یې ټپيان کړي دي.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار بي بي سي ته وویل، برید د کلات ښار ته څېرمه د امن پله په سیمه کې شوی دی .

ښاغلي رسول یار ویلي دا ګاډي هغه مهال وسوځول شول، چې له سیمې څخه د کندهار د کندهار پر لویه لاره روان ول.

Image caption طالبانو منلې، چې په دې نښته کې یې د ناټو شپږ اکمالاتي ګاډي سوځولي، او ادعا کوي چې څلور ساتونکي یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

نوموړي دا هم وویل لومړۍ طالبانو د اکمالاتي توکو له ساتونکو سره نښته کړې، چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو منلې، چې په دې نښته کې یې د ناټو شپږ اکمالاتي ګاډي سوځولي، او ادعا کوي چې څلور ساتونکي یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم پر دغه لاره په همدې سیمه کې پر ایتلافي ځواکونو ورته برید شوی و، چې دوادو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته مطالب