سږکال د راستنېدونکو کډوالو شمېر دوه برابره شوی

افغان کډوال
Image caption په افغانستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ له امله ګڼ افغان کډوال هېواد د ستنېدو زړه نه ښه کوي.

افغان دولت وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کدوال له گاونډيو هيوادونو ايران او ياکستانه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو د چارو وزارت وايي چې تير کال دغه شمير ۵۰ زره تنه و، افغان وزير جماهير انوري وايي چې هغه د کدوالو لپاره د ملگرو ملتونو په 61 غونده کې د ايران پاکستان امريکې ناروې او استراليا له چارواکو سره غږيدلى او له دغو هيوادونو نه يې د افغان کډوال د خپلې خوښې په ستنولو کې يې ځيني تړونونونه هم لاسليک کړي دي .

په افغانستان کې دوانو کورنيو جگړو خلک دې ته اړويستل چې نورو هيوادونو ته مخه کړي چې ډير يې پاکستان او ايران ته کډه شول .

داسې رپوټونه هم شته چې دا مهال په دغو هيوادونو کې څلورنيم ميلونه افغان کدوال زوند تيروي ، چې د ځينو کدوالو په وينا هغوى په دغو هيوادونو کې بيلابيل کړاونه او ستونزې گالي.

خو ښاغلى انوري وايي چې د کدوالو د دغو ستونزو د هواري لپاره يې په ژينيو کې له ايراني چارواکو سره خبرې کړي :

''نه يوازې ايران بلکې هيڅ هيواد دا حق نلري چې کډوال په جبري ډول له خپلي خاورې وباسي ، هغوى ته بايد د کار کولو جوازونه ورکړل شي ، د کډوالو ماشومانو لپاره بايد هلته د زده کړو اجازه ورکړل شي او بله مسله چې مهمه ده هغه دا ده هغو افغانانو چې له ايرانۍ ميرمنو سره ودونه کړي بايد د هغوى ماشومانو ته ايراني تابعت ورکړل شي . ''

ښاغلى انوري وايي چې د پاکستاني چارواکو سره يې هم د ورته ستونزو د هوارولو په چاره کې خبرې اترې کړي چې له مخې يې کدوالو افغانانو ته د کډوالۍ درې کلن کارتونه بيا ورکړل شوه.

خو له دغو ټولو ستونزو سره سره دا مهال په پاکستان او ايران کې گڼ افغان کډوال بنديان دي چې لا يې هم برخليک نه دى جوت ، خو افغان چارواکي وايي چې دوى هم د دغو بنديانو د برخليک په اړه کره مالومات نه لري .