طالبان: د سولې په اړه له هېچا سره نه یو غږېدلي

وحيد عمر
Image caption د ولسمشرۍ وياند وحيد عمر وويل دغه تماسونه د قومي مشرانو او مخورو له لوري نيول شوي چې د طالبانو د هرې کچې له غړو سره په تماس کې وو او همدې تماسونو د مخالفې غاړې يو شمېر کسان هم د پخلاينې بهير ته ور مات کړي دي

افغان حکومت وايي د پخلاينې د بهير په برخه کې یې د وسله والو طالبانو له یو شمېر غړو سره په غېر رسمي ډول له بېلا بېلو لارو تماسونه نيولي دي.

افغان چارواکي وايي د سولې دغه هڅې له تېرو دوو کلونو راهيسې ادامه لري او د هڅو پايلو يې د مخالفې غاړې يو شمېر غړي را اړولي هم دي.

خو وسله وال طالبان د سولې په برخه کې له حکومت سره هر ډول تماسونه ردوي.

د سولې د عالي شورا له جوړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته افغان حکومت وايي له تېرو دوو کلونو را په دېخوا د وسله والو مخالفو زیات شمېر کسانو د سولې له بهير سره د یو ځای کېدو په اړه له دوی سره اړېکې نيولي دي.

د ولسمشرۍ وياند وحيد عمر وويل دغه تماسونه د قومي مشرانو او مخورو له لوري نيول شوي چې د طالبانو د هرې کچې له غړو سره په تماس کې وو او همدې تماسونو د مخالفې غاړې يو شمېر کسان هم د پخلاينې بهير ته ور مات کړي دي:

''د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مختلفو کچو له غړو سره وړاندې هم ورته تماسونه نیول شوي ول، چې دا خبرې وقتاً فوقتاً رسنیو هم راخیستې دي، دغه اړیکي د درېیمګړي او یا هم په مستقیمه توګه ترسره شوي. ''

تردې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو سره د دا ډول اړيکو د لرلو په اړه څرګندونې کړي دي.

د ولسمشر کرزي دغه خبرې پر داسې مهال خپريږي چې د پخواني جهادي مشر برهان الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا رسما په کار پېل کړی.

دغه شورا له وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې چاره په غاړه لري او هغسې چې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، په خپلو کارونو کې به بشپړه خپواکه وي.

خو طالبان چې د پخلاينې اصلي محور دي د سولې په اړه له حکومت سره هر ډول تماسونه ردوي.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل تر اوسه يې نه په رسمي او نه هم په غېر رسمي ډول په دې برخه کې له حکومت سره تماس نيولی:

Image caption وسله والو طالبانو له تاوتريخوالي د لاس اخيستو او د سولې په بهير کې د ور ګډېدو لپاره له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل خپل شرط ټاکلی

'' د افغانستان اسلامي امارت دا ډول بې بنسټه ادعاوې ردوي او هېڅکله یې په انفرادي ډول دا ډول بې ګټې خبرې له چا سره نه دي کړې، زموږ خبرې به په پټه نه، بلکې په ښکاره وي او زموږ په دريځ کې هېڅ بدلون نه راځي.''

د سولې په برخه کې تر اوسه شويو هڅو نتيجه نه ده ورکړې او ښايي يو لامل یې د طالبانو او حکومت له لوري له وړاندې اېښودل شوي شرطونه وي.

وسله والو طالبانو له تاوتريخوالي د لاس اخيستو او د سولې په بهير کې د ور ګډېدو لپاره له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل خپل شرط ټاکلی او افغان حکومت بيا له وسله والو مخالفينو غواړي چې وسله پر ځمکه کېږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني . له خبرو وړاندې دغه شرطونه دواړه غاړې نه مني.

ورته مطالب