امريکا له طالبانو سره د کرزي د خبرو مشروط ملاتړ وکړ

Image caption ښاغلی هولبروک وايي، امريکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي خو شرط يې دا دی چې، د واشينګټن ستراتيژيکې ګټې زيانمنې نه شي.

له طالبانو سره د سولې د نا رسمي او پټو خبرو په اړه د ولسمشر کرزي تر څرګندونو وروسته د ښاغلي هولبروک څرگندونو ته د امريکا د لومړني غبرګون په سترگه کتل کېږي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک ويلي دوی د سولې د هڅو هرکلی کوي خو باور يې دا دی چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د پټو خبرو په اړه خپاره شوي راپورونو له مبالغې ډک دي .

ښاغلي هولبروک په برلين کې د خبرو پر مهال زياته کړه چې ولسمشر کرزي دا روښانه کړې چې حکومت يې له ځينو طالبانو سره په پرله پسې توګه اړيکي لرلي .

خو له دې ټولو سره سره ښاغلي هولبروک وويل چې له طالبانو سره د خبرو په تړاو امريکا د ولسمشر کرزي تر شا ولاړه ده :

((څه چې دۀ ويلي ښکاره دي . او هغه دا چې دوى له طالبانو سره په پرله پسې ډول تماس نيولى دى .

موږ په دغو خبرو کې ښکېل نه يوو خو ملاتړ يې کوو مګر شرط مو دا دى چې ځينې مسايل پکې په پام کې ونيول شي او دغه مسايل بيخي حتمي دي، ځکه چې موږ دلته ستراتيژيکي گټې لرو .

هر څوک که غواړي چې د افغانستان سياسي سيستم ته ورگډ شي بايد خپلې وسلې پر مځکه کيږدي، له القاعدې ځان ليرې کړي او دهېواد اساسي قانون ومني.))

افغان ولسمشر له څو کلونو راهيسې هڅه کوي چې په پټه او ښکاره له طالبانو سره خبرې اترې وکړي خو تر دې مهاله يې هڅې بې پايلې پاتې دي .

که څه هم طالبان له لويه سره له افغان حکومت سره د خبرو اترو کېدل ردوي خو ولسمشر کرزي پخپله وروستۍ مرکه کې و ملنه چې له طالبانو سره يې نارسمي اړيکي ټينګ کړي دي :

(( موږ له څه وخته راهيسې له طالبانو سره اړيکي لرو. خو دا د دوو هېوادوالو تر منځ خبرې اترې دي ، رسمي خبرې نه دي . دغه خبرې له ډېره وخته راهيسې روانې دي . ))

د ښاغلي هولبروک په شرطونو کې داسې څه نشته چې پخوا دې واشنگټن نه وي ياد کړي .

همدې ټکي او له لويه سره د لويديځ له لورې د خبرو اترو له لارې د هڅو يادونو ته په پام سره هيله ډيره شوې چې ښايي د نهه کلنې جگړې لپاره د خبرو اترو لار تر بل هر کله اوس ډيره جدي وبلل شي .