په کونړ کې د ایساف یوه چورلکه رالوېدلې

چورلکه
Image caption بهرني ځواکونه له چینوک چورلکو څخه په پراخه کچه په افغانستان کې ګټه اخلي.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي د ختيځ ولایت کونړ په مروره ولسوالۍ کې یې یوه چورلکه رالوېدلې، چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی او اته نور ټپيان دي.

په ختیځ زون کې ایساف وویل، پېښه نن 'سه شنبه، د اکتوبر ۱۲مه' سهار شاوخوا لس بجې د مرورې ولسوالۍ په غاښي کې شوې ده.

د ایساف ویاند رایل دانل بي بي سي ته وویل د قربانیانو شمېرې په بدلون دي:

''په پېښه کې د قربانیانو شمېرې په بدلون دي، موږ په دې اړه نویو مالوماتو ته سترګې پر لاره یو، حقیقتاً موږ په دې اړه کره مالومات په لاس کې نه لرو، د پېښې په اړه مو پلټنې پيل کړې دي، پېښه په ختيځ ولایت کونړ کې رامنځ ته شوې ده. ''

Image caption مروره د کونړ یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې تل ترې د تاوتریخوالي رپوټونه ورکول کېږي.

سرچینه وايي په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.

د ایساف د دغه ویاند په خبره، چورلکې هغې سیمې ته اکمالاتي توکي لېږدول، چې افغان سرحدي پولیس پکې مېشت دي.

په چورلکه کې یو افغان سرتېری هم ټپي شوی دی.

خو طالبانو ویلي چې دا چورلکه د ددوی لخوا ویشتل شوې او رالوېدلې ده.

دوی وايي چې چورلکه یې د آر پي جي په راکټ ویشتلې ده.

تېره ورځ طالبانو ويلي وو چې په مروره کې یې له ایساف نه یو مرکز نیولی دی.

بل خوا په کابل کې مېشتو ایساف ځواکونو بي بي سي ته په یوه رالېږل شوې ویناپاڼه کې ویلي، په دې هلیکوپټر کې لس کسان ټپيان دي او دوه مړه شوي دي.

Image caption په کونړ کې د طالبانو یو تن قوماندان قاري ضياؤ الرحمن بي بي سي ته وویل چورلکه ده په آر پي جي راکټ راغورځولې ده.

ویناپاڼه کاږي، د هلیکوپټر په منځ کې چاودنه شوې، او بیا رالوېدلې ده.

ایساف وايي چورلکه د کښېناستو پرمهال چاودلې ده.

ایساف ځواکونو دا هم ویلي چې په دې چورلکه کې ۲۶ کسان سپاره ول، چې تر رالوېدو وروسته سیمه د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا کلابنده شوه.

ایساف وايي د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

بل خوا ایساف وايي چې د افغانستان په جنوب کې یې یو سرتېری د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت او د چاودنې دقیق ځای نه دی په ډاګه کړی.

ورته مطالب