کابل: د لوېدلې الوتکې د 5 سپرليو جسدونه موندل شوي

Image caption چارواکي وايي لوېدلې الوتکه د ناټو نه بلکې د يوه شخصي امريکايي هوايي شرکت وه چې د ناټو ځواکونو توکي يې لېږدول.

افغان چارواکي وايې د کابل ښار په څنډو کې د يوې نسکورې شوې الوتکې د پېنځو سپرليو مړي يې موندلي دي .

د کابل د څلورم زون قومندان جنرال ځلمي اوريا خېل بي بي سي ته په مرکه کې وويل چې د الوتکې له لويدو سره سم افغان ملي اردو او پوليسو د ايساف ځواکونو په ملتيا د پلټني عمليات پيل کړي او په وينا يې سهار مهال پېنځه مړي وموندل شول او درې لا ورک دي.

دغه د ايل سل ډوله باروړونکې الوتکه تېر ماښاما ناوخته د بګرام له هوايي ډګر څخه را الوتې وه او د څه باندې نيمې لارې له وهلو وروسته د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه نژدې شپاړس کيلومتره شمال ختيځ لوري ته لوېدلې ده .

چارواکي وايي د الوتکې د لوېدلو پر مهال هوا ښه و خو الوتکې د مرغلرې له غونډۍ سره ټکر کړی چې تر دې مهاله يې لامل نه دی څرګند شوی.

د چارواکو په وينا په الوتکه کې اته کسان سپاره ول چې يو کينايی ، يو هندی او نور نيپاليان بلل شوي دي .

دا مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو ژغورندويې ډلې د جسدنو پر موندلو او دپېښې په تړاو په نورو پلټنو بوخت دي.

د بهرنيو ځواکونو يوه وياند ويلي لوېدلې الوتکه د ناټو نه بلکې د يوه شخصي امريکايي شرکت National Air Cargo وه چې د ناټو ځواکونو توکي يې لېږدول .

خو پخپله دغه شرکت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

تېره ورځ په کونړ ولايت کې هم د ناټو يوه چورلکه د طالبانو له لوري په توغندي وويشتل شوه چې د ناټو په وينا دوه تنه پکې وژل شوي او شاوخوا لس نور پکې ژوبل شوی دي.