م.م: په نړۍ کې اوس هم له ښځو سره ناوړه چلند ډېر دی

Image caption ملګري ملتونه وايي هغو هېوادونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي تړون لاسليک کړی دی، دوی هم تر اوسه يې په دې اړه ډېر پاموړ څه نه دي کړي.

ژوشيو کيو چې له ښځو سره د توپير چلند د ختمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو دکميټې مرستياله ده وايي ملګرو ملتونو او نورو ټولنو پرښځو باندي دظلمونو پر ضد ډېري مبارزې کړې خو له دې سره سره اوس هم په نړۍ کې له ښځو سره ناروا او زور زياتی ورځ تر بلې زياتېږي.

ژو شيوکيو چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبري غونډي ته وينا کوله دملګرو ملتونو د تازه راپور له قوله وويل له هرو دريو ښځو څخه يوه د خپل هلک ملګري دکورنۍ دغړي له خوا وهل شوې، په زوره ناروا ته اړيستل شوې او يا يې هم د ناوړه چلند نور ډولونه ګاللي دي.

دې وويل دا مهال په ټوله نړۍ کې له ښځو سره هر ډول ناروا کېږي خو غږ يې نه اورېدل کېږي.

ژوشيو کيو دې ته هم ګوته ونيوله چې په ځينو هېوادونو کې که مجرم له يوې داسې ښځې سره واده وکړي چې په زوره يې ناروا ورسره کړې وي نو د حکومت د امر له مخي بښل کېږي.

نوموړې همدارنګه وويل : ((هغه يو سلو شپږ اتيا هېوادونو چې په ۱۹۷۹ زېږدي کال کې له ښځو سره دتوپيرختمولو تړون لاسليک کړی د دوی په ډله کې ډېرو داسې کوم ګام نه دی اخيستی چې له ښځو سره د زور زياتي او ناروا پر ضد حساب پرې وشي.))

دې وويل ښځې په ټوله نړۍ کې د جنسي غريزې لپاره پلورل کېږي او په وينا يې هر کال دوه ميليونه نجونې چې عمرونه له پېنځو تر پېنځلسو کالو وي جنسي بازارونو ته بېول کېږي.

د امريکا متحده ايالات، ايران او سوډان د هغو شپږو هېوادونو له ډلې څخه دي چې له ښځو سره د توپير چلند د ختمولو په تړاو يې د ملګرو ملتونو تړون نه دی لاسليک کړی.

د يادونې وړ ده چې يوازې د متحده ايالاتو دعدليې د وزارت د سروې له مخې په امريکا کې په هرو دو دقيقو کې له يوې ښځې سره جنسي ناروا کېږي.