کابل د لشمانيا نړيواله پلازمېنه وبلل شوه

لشمانيا
Image caption لشمانيا يوه لېږدېدونکې ناروغي ده چې د شپې له خوا د يوه ماشي د چيچلو له کبله له ناروغ انسان څخه ناروغ انسان ته لېږدي.

د روغتيا نړيوال سازمان د لېږدېدونکو ناروغيو د خپرېدو د کلني راپور د خپرولو پر مهال کال دانه د بې وزلو خلکو ناروغي وبلله او ويې ويل چې په کابل کې د تېر ميلادي کال په ترڅ کې ددغې ناروغۍ پېنځه شپېته زره پېښې ليدل شوې دي .

د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا په دې توګه کابل د نړۍ د بل هر ښار په پرتله دا شمېره لوړه ده.

بله غاړه د افغانستان د روغتيا وزارت وويل چې دوى په سلو کې يوازې د څلوېښتو ناروغانو ددرملنې لپاره پيسې او امکانات لري .

د نړيوال روغتيايي سازمان له استازي پيټر گراف څخه مې وپوښتل چې په داسې حالت کې به څوک له پاتې ناروغانو سره مرسته کوي هغه راته وويل : ((تر ټولو مخکې پېنځه شپيته زره يو لويه شمېره ده ، او له بده مرغه کابل داسې ښار جوړوي چې د دنيا تر هرې برخې ډېرې پېښې پکې ليدل شوې .

Image caption د روغتيا نړيوال سازمان لشمانيا يانې کال دانه د بې وزلو ناروغي وبلله او دا ريښتينولي يې داسې وښووله چې خپله غونډه يې په کابل کې د هېلمند د بې ځايه شويو کډوالو په کمپ کې جوړه کړې وه.

اوسمهال موږ ددغو پېنځه شپته زرو ناروغانو څخه د څلوېښت سلنې لپاره پيسې لرو چې درمل ورته واخلو. نو د لا پرمختگ لپاره له مرستندويو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې موږ ته ډېرې پيسې او امکانات برابر کړي چې موږ وکړاى شو نور درمل واخلو.))

ښاغلي گراف وويل په کابل کې د سرې مياشتې په څېر ځينې نورې ټولنې هم شته چې د لشمانيا د وقايي تشخيص او درملنې په برخه له دوى سره مرسته کوي .

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه دا مهال يوازې په کابل کې د دغې ناروغۍ ناروغانو ته يو کلينيک لري خو د ټولنې مشرې فاطمي گيلاني ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د کال دانې د تشخيص او درملنې په موخه ځانگړي روغتيايي مرکزونه پرانيزې.

Image caption د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې وويل که خلک خپلې حفظ الصحې ته پام وکړي،او پشه خانې وکاروي نو له دغې ناروغۍ څخه به بيغمه شي.

د فغانستان د روغتيا سرپرستې وزيرې سريا دليل بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل که خلک خپلې حفظ الصحې ته پام وکړي،او پشه خانې وکاروي نو له دغې ناروغۍ څخه به بيغمه شي ،خو که څوک پرې اخته شي پرلپسې درملنې ته اړتيا لري:

(( د پوستکې کال دانه ناروغي ددرملنې وړ ناروغي ده، خو هله چې دا ناروغي پر خپل وخت تشخيص شي او ژر ترژره يې درملنه پيل شي،دا ناروغي پرلپسې درملنې ته اړتيا لري،که داسې وشي د ناروغۍ خاپ ډېر خفيف ښکاري او يا هېڅ داغ نه پاتې کېږي. که دغه داغ پاتې شي د انسان ښکلا ختموي.))

د روغتيا نړيوال سازمان لشمانيا يانې کال دانه د بې وزلو ناروغي وبلله او دا ريښتينولي يې داسې وښووله چې خپله غونډه يې په کابل کې د هېلمند د بې ځايه شويو کډوالو په کمپ کې جوړه کړې وه.

Image caption د روغتيا نړيوال سازمان وويل چې په کندهار، هرات، او بلخ ولايتونو کې هم ددغې ناروغۍ ددرملنې کلينکونه شته،او اړتيا ده چې په نورو ولايتونو کې هم جوړ شي.

په دغه کمپ کې سلگونه کورنۍ مېشتې دي،چې د مشرانو په وينايې په هر کور کې دوه يا درې تنه په دغې ناروغۍ اخته دي.

لشمانيا يوه لېږدېدونکې ناروغي ده چې د شپې له خوا د يوه ماشي د چيچلو له کبله له ناروغ انسان څخه ناروغ انسان ته لېږدي.

د روغتيا نړيوال سازمان وويل چې په کندهار، هرات، او بلخ ولايتونو کې هم ددغې ناروغۍ ددرملنې کلينکونه شته،او اړتيا ده چې په نورو ولايتونو کې هم جوړ شي.