په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې

طالبانو يو ځل بيا له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او ويلي ېې دي، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوى به هېڅ ډول خبرو ته کښېنني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل کومه شورا د سولې لپاره جوړه شوې دوى ورڅخه هېڅ هيله نلري. ده د افغان حکومت دا خبره هم رد کړه چې ګنې د طالبانو ځينو غړو له دوى سره غير مستقيم تماسونه نيولي دي او ويې ويل که په حکومت شواهد لري د رسنيو له لارې دې خپاره کړي.

عنايت الحق ياسيني له ښاغلي مجاهد سره مرکه کړې او تاسې يې اورېدو ته رابولو.