ناټو له طالبانو سره د خبرو اترو د کېدو پخلی وکړ

Image caption د ناټو دغه چارواکي تر اوسه پورې د خبرو جزيات نه دي په ډاګه کړي خو نيول شوي تماسونه يې ډېر لومړني بللي دي.

د ناټو يوه لوړ پوړي مامور ويلي دوى د لوړ پوړو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو اسانتيا برابره کړې ده .

خو دغه چارواکي وويل چې دغه تماس ډېر ابتدايي و . د ناټو د بهرنيو چارو او دفاع وزيران په برسلز کې سره ټول شوي او په دې اړه خبرې اترې کوي

افغان حکومت له طالبانو سره د بيا پخلاينې لپاره د لارو چارو د موندنې په نيت د برسېرنو تماسونو خبره منلې ده .

خو اوس د ناټو يوه لوړ پوړي مامور چې نوم يې نه دى اخيستل شوى وايي د دغه تړون ځواکونو د طالبانو او افغان حکومت د تماس موندنې په برخه کې مرسته کړې ده .

دغه چارواکي نور جزييات ورنه کړل . خو دا د ناټو له لورې د خبرو اترو په برخه کې د مرستې تر ټولو لويه اشاره ده او چارواکي وويل چې ځينې تماسونه په پلازمېنه کابل کې شوي او دوى طالبانو ته په خوندي ډول د ورتگ لاره برابره کړې ده .

خو د ناټو چارواکي زياته کړې چې دغه تماسونه لا لومړني او برسېرن دي .

چارواکي وويل دى به دغو تماسونو ته لا د خبرو اترو يا مذاکرې نوم ورنه کړي بلکې ډېرې لومړنۍ يادونې او بحثونه يې بولي .

تر دې وړاندې په کابل کې د ناټو ملکي استازي مارک سيډويل خبريالانو ته وويل له طالبانو سره د بيا پخلاينې هلې ځلې به د ناټو پر هغه مهالويش چې د امنيت مسووليت افغان ځواکونو ته سپاري تر هغو اغېز ونه لري چې دغه خبرې اترې تر هيلو هم ډېرې چټکې پر مخ لاړې شي .