امنيت شورا : په افغانستان کې دې د ناټو د شتون موده اوږده شي

امنيت شورا
Image caption امنيت شورا وايي، افغان حکومت لا هم د نړيوالو ځواکونو مرستې ته اړتيا لري نو ځکه يې بايد ماموريت وغځول شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرون چاروشنبه په يوه خوله رايه ورکړه چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو شتون د يوه بل کال لپاره هم وغځوي.

د امنيت شورا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو لخوا د تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو پر ډېرېدو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې پر دې ټينګار شوی چې نړيوال ځواکونه له افغان حکومت سره د امنيت د ښه والي په موخه پرله پسې هلې ځلې وکړي.

د امنيت شورا په افغانستان کې د طالبانو، القاعدې، قاچاقبرانو اونورو پوځي ډلو ټپلو پر زيات شويو فعاليتونو همدارنګه دترهګرۍ او نشه يي توکو له امله اندېښنه ښوولې چې په وينا يې هر يو يې د افغانانو ژوند ته بېل ګواښ دی .

د امنيت شورا په افغانستان کې د طالب او القاعده جنګياليو هغه بريدونه په ټينګه وغندل چې پر بهرنيو ځواکونو او يا يې د دوی په وينا نېغ په نيغه پر ملکي وګړو کوي او يا ورڅخه د ډال کار اخلي.

د امنيت شورا همدارنګه د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله خواشيني ښوولې او پر طالبانو يې تور لګولی چې د ولسي وګړو ډېر زيانونه د دوی د بريدونه له توسنه رامنځته کېږي.

شورا همدارنګه پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د ولسي وګړو د خونديتوب لپاره دې لا ډېرې هلې ځلې وکړي .

امنيت شورا د ولسمشر کرزي دحکومت هغه پرېکړه وستايله چې په افغانستان کې يې د نيټرايټ فرټيلايزر پرهغو موادو بنديز لګولی چي په لويو چاودونو کې کارول کېږي.

امنيت شورا ددې تر څنګ چې له ملګرو ملتونو څخه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون د مودې غځول غوښتي ، په افغانستان کې يې پر ټولو ډلو اوګوندونو د روغي جوړ او سولې غږ کړی دی .

دوی د ولسمشر حامدکرزي د حکومت دسولي دخبرو دهغه ادعا شوي بهير ملاتړ هم وکړ چې وايي له طالبانو سره نارسمي او پټې خبرې شوې دي.

امنيت شورا په خپله اعلاميه کې په ښکاره وويل چې د افغانستان حالت اوس هم د دغې شورا په خبره نړيوالې سولې او امنيت ته ګواښ دی.

دغه پرېکړه ليک چې دملګرو ملتونو تر ټولو زورورې څانګي امنيت شورا ومانه پردې خبره هم ټينګار کوي چې د ايساف ځواکونه دي له افغان حکومت سره دامنيت په ښه کولو او په د دوی په وينا دبنسټپالو د خطر په ختمولو کې نورې هڅې هم وکړ ي.

د امنيت شورا همدارنګه ويلي چې دغه ملاتړ ته د يوداسې انتقالي پړاو په سترګه ګوري چې امنيتي مسوليت افغان حکومت ته په لاس ورکړي.

دوی د افغان پوځ او پوليسو پر روزلو هم ټينګار کړی چې په وينا يې په دې توګه به د يوه داسې افغان امنيتي ځواک دجوړېدو بهير ګړندی شي چې غښتلی به وي، خپله دنده به پېژني، له ټولو توکمونو به جوړوي او په ټول هېواد کې به دقانون واکمنۍ ته اوږه ورکړي.

دا مهال که له يوې خوا په افغانستان کې دنهه کلنې جګړې د خاتمې په نيت سياسي بهير ډېر ورو روان دی نو له بلې خوا په لوېديځ کې ددغه جګړې ملاتړ هم مخ پر لږېدو دی.