'لاهم د بګرام د 'تور زندان' بندیان ځورول کېږي'

د بګرام زندان
Image caption په بگرام کې د تور زندان په نوم د امريکايي ځواکونو د يوې پټې بنديخاني رپوټونه څو مياشتې وړاندې هم خپاره شول خو د واره هغه مهال دغه خبره د امريکايي چارواکو لخوا رد شوه .

په متحدو ايالتونوکې يوې ټولنې د افغانستان په بگرام کې د يوه پټ زندان د شته والي خبره را پورته کړې .

سره له دې چې امريکايي او افغان چارواکي دا خبره نه مني خو دغې ټولنې له بگرام زندانه د يو شمير خلاصوشويو زندانيانو سره د مرکو پر بنسټ ليکلي چې د تور زندان په نوم دغه بنديخانه لا هم شتون لري چې په خبره يې له زندانيانو سره ناوړه چلند پکې کيږي.

په پلازمينې کابل کې د بشري حقونو يوې ټولنې هم د خپلو معلوماتو ترمخه وويل چې په بگرام کې د تور زندان په نوم د بنديخانې د شته والي په اړه د يو شمير ازادو شويو بنديانو خبره سمه ده.

په افغانستان کې امريکايي پوځي چارواکو دا خبره رد کړې چې گواکي دوى په بگرام کې کوم پټ زندان لري ، بلکې وايي چې د بگرام هغه زندان چې دوى ته منسوب دى د يوه تړون ترمخه افغان حکومت ته سپارل کيږي.

خو يوې نيويارک ميشتې ټولنې په خپل وروستي رپوټ کې په ډاگه کړې چې د افغانستان د بگرام په امريکايي لويه اډه کې لا هم هغه زندان شته چې دغې ټولنې د تور زندان په نوم ياد کړى .

د پرانيستې ټولنې په نوم دغې امريکايي ادارې په دې وروستيو کې له ١٨ ازادو شويو زندانيانو سره د مرکو پر بنسټ خپل وروستي خپاره کړي رپوټ کې ليکلي چې په دغه زندان کې پوځيانو له بنديانو سره ناسم چلند کوي .

په دغه برخه کې د خوړو ، جامو له کموالي ، د مذهبي مراسمو د نه اداکېدو له مسلو سر ټکولى.

په بگرام کې د تور زندان په نوم د امريکايي ځواکونو د يوې پټې بنديخاني رپوټونه څو مياشتې وړاندې هم خپاره شول خو د واره هغه مهال دغه خبره د امريکايي چارواکو لخوا رد شوه .

په افغانستان کې د بشري حقونود يوې ټولنې مشر لعل گل وايي چې دوى ته هم په بگرام کې د بهرنيانو د يوه پټ زندان په اړه رپوټونه ور رسيدلي دي

Image caption په افغانستان کې د بهرنيو سر تيرو د عملياتو له پيل سره سم د کابل په شمال د بگرام په لويې پوځي اډې کې چې دا مهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټوله لويه اډه بلل کيږي دغه زندان جوړ شوى .

افغان حکومت په بگرام کې د تور يا پټ زندان په اړه معلومات نه لري ږ دافغانستان لوى څارنوال اسحاق الکو چې په بگرام کې د امريکا په لوى زندان کې د افغان بنديانو د دوسيو د څيړنې چاره هم ورله غاړې ده وايي چې د وى دغلته دامريکايانو د کوم پټ زندان په اړه معلومات نه لري ا و فکر نه کو ي چې کوم بل زندان دې موجود وي .

ښاغلي الکو وايي چې په دوو کلونو کې به د بگرام د اوسني يا د پروان په نوم د نومول شوي زندان ټول مسووليت افغان حکومت تر لاسه کړي چې دا مهال يې واک د امريکايي ځواکونو په غاړه دى .

ويل کيږي چې دا مهال د بگرام په زندان کې په سلگونو هغه افغانان چې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي ساتل کيږي .

په افغانستان کې د بهرنيو سر تيرو د عملياتو له پيل سره سم د کابل په شمال د بگرام په لويې پوځي اډې کې چې دا مهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټوله لويه اډه بلل کيږي دغه زندان جوړ شوى .

له دغه زندانه را خلاص شوي بنديان ادعا کوي چې د نيول کيدو په لومړيو ورځو کې دغلته د چارواکو چلند تريخ وي او گڼ بنديان له مياشتو او کلونو بند وروسته بې له دې چې پوه شي ولې نيول شوى وو افغان حکومت ته د خوشي کيدو يا محاکمه کيدو په موخه سپارل شوي دي .

ورته مطالب