په ټاکنو کې ۱۸۰ نوماندان په سرغړونو تورن شول

ښاغلی رفعت
Image caption ښاغلي رفعت وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ور رسېدونکو شکايتونو په شمېره کې ډېروالی راځي.

د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان په رانژدې کېدو سره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي چې د ور رسېدلو شکايتونو چټکه ارزونه روانه ده.

تر دې مهاله پر يوسلو او پنځه اويا نوماندانو د ټګيو برګيو او درغليو تورونه لګېدلي دي، چې د اوسنۍ ولسي جرګې ۲۵ غړي هم پکې دي.

سربېره پر دې ويل کېږي چې د ځينو افغان چارواکو خپلو خپلوانو هم سرغړونې کړې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند احمد ضياء رفعت وايي چې شونې ده د ټاکنو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته نور نوماندان هم د ټګيو برګيو په تور د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وروپيژندل شي:

''۱۳۶ نوماندان د ټاکنو د خپلواک کميسیون له خوا د سرغړونکو په توگه د ټاکنو د شکایتونو کميسیون ته وروپېژندل شوي دي، او ۳۹ نور نوماندان د امنيتي ارگانونو له خوا په دې تور ياد شوي کميسیون ته ورپيژندل دي چې گواکې د راى ورکونې جعلي کارتونه يې کارولي دي يا يې د کارولو هڅه کړې ده.

شونې ده چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته،په لسگونو نور نوماندان هم د ټگيو برگيو او سرغړونو په تور د ټاکنو د خپلواک کميسیون له خوا د ټاکنيزو سرغړونو کميسونو ته وروپيژندل شي.''

ښاغلي رفعت وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ور رسېدونکو شکايتونو په شمېره کې ډېروالی راځي.

نوموړي وويل، چې تر دې مهاله ډېر شکايتونه له کابل، خوست، ننګرهار او هرات ولايت نه ور رسېدلي دي، خو نيمروز، ارزګان، پنجنشير او جوزجان هغه ولايتونه دي چې لږ شکايتونه ترې ياد شوي کميسيون ته ور رسېدلي دي. ښاغلي رفعت مخکې وويل:

''د ټاکنو د شکایتونو کميسيون ۴۵۶۷ شکايتونه تر لاسه کړي دي، تر ننه پورې له دغو شکايتونو څخه نژدې ۳۰ سلنه يې ارزول شوي دي، د شکايتونو د ارزولو په پايله کې د سلو ټاکنيزو حوزو رايي کوټه او باطلي اعلان شوې، د څو نورو حوضو رايي هم د ارزونې په حال کې دي چې د رايو د کوټه اعلانولو شونتيا يې شته.''

د روان میلادي کال د تېرې سپتمبر میاشتې د ۱۸ په ټاکنو کې د نوماندانو سرغړونې ارزول کېږي او که کوم نوماند ګرم وپېژندل شي، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به ورپېژندل کيږي.

تر اوسه يوازې د يو نوماند نوم د درغليو په تور له ټاکنيزه نوملړه ويستل شوی دی.

د ټاکنيزو شکايتونو کمیسيون وايي چې کيدای شي سربيره پر نوماندانو د ټاکنو د خپلواک کميسيون ځينې کارکوونکي هم په ټاکنو کې په ټګيو برګيو تورن شي.

ورته مطالب