'د طالبانو ځینو کسانو د سولې له مشرتابه سره کتلي'

رباني
Image caption برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا رییس وټاکل شو.

سره له دې چې افغان دولت په دې اړه ډير مالومات نه ورکوي چې گواکې ځينو طالب چارواکو په پلازمېنه کابل کې د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا له غړو سره ليده کاته کړي، خو ايله همدومره وايي چې له دې وروسته د افغانستان د وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې يوازې او يوازې د سولې د عالي شورا دنده ده.

د افغان ولسمشر د وياند مرستيال حامد علمي په افغانستان کې د سولې د راوستو په چاره کې د خپلو بهرنيو ملاتړو له هڅو هر کلى وکړ چې په دې برخه کې يې ترسره کړې دي. خو بل پلو د سولې د عالي شورا ځيني غړي بيا وايي چې د طالبانو د بيلابيلو کچو غړو له دوى سره اړيکي ټينگ کړي او په وينا يې چې دغه لړۍ روانه ده.

د دغې شورا مشر برهان الدين رباني له نن نه دوه ورځې وړاندې هم له دې خبرې پلو پورته کړ چې گواکې طالبانو له ده سره هم اړيکي ټينگ کړي دي.

د سولې د شورا غړى محمد حسن تخاري وايي چې طالبانو نه يوازې د سولې د شورا له مشرتابه سره اړيکي ټينگ کړي بلکې د هغه په وينا د افغان حکومت او ان د ځينو بهرنيو هيوادونو له چارواکو سره يې هم اړيکي لرلي دي:

'' په دې کې هيڅ شک نه شته چې طالبان به ارو مرو سولې ته غاړه ږدي ، جوړچاړي ته به چمتو کيږي او جوړجاړى به کوي، تر اوسه يې هم اړيکي ساتلي، او دغه اړيکي يوازې د سولې له شورا سره نه، بلکې د دولت له مشرانو او هغو بهرنيو هېوادونو سره چې په افغانستان کې حضور لري زما له نيره له هغوى سره يې هم اړيکي نيولي دي.''

په دې لړ کې په افغانستان کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جنرال پيټرېیاس ويلي چې ناټو ځواکونو د طالبانو د ځينو چارواکو لپاره دا زمينه برابره کړې چې له افغان چارواکو سره وويني.

خو وسله والو طالبانو لا له وړاندې د سولې خبرې رد کړې، او ویلي يې دي تر هغه به د خبرو مېز ته کښېنني چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.

Image caption د سولې د عالي شورا شورا مشر برهان الدين رباني له نن نه دوه ورځې وړاندې هم له دې خبرې پلو پورته کړ چې گواکې طالبانو له ده سره هم اړيکي ټينگ کړي دي.

همدغه نن هم د طالبانو يوه وياند قاري يوسف بي بي سي ته په راليږل شوي بريښناليک کې د جنرال پيټرېیاس څرگندونې تشې پروپاگنډ ې بللي او ليکلي يې دي چې دوى په دغې برخه کې هيڅ ډول اسناد او لاسوندونه نه لري او په ليکنه يې دوى غواړي په

دې توگه د طالبانو په منځ کې ويره ، ترهه او بې باوري زياته کړي .

خو داسې رپوټونه هم شته چې وايي په دې کې شک نه شته، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د طالبانو بېلابېلو ډلو او د مختلفو کچو مشرانو یې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي، خو لاهم د مخامخ خبرو د پيل په مخ کې لوی خنډونه شته.

ورته مطالب