پيټرېیاس: طالب مشران د سولې لپاره کابل ته تلی شي

جنرال پيټرېیاس
Image caption جنرال پيټرېیاس ښايي د یوې نوې جګړې مخکښ مشر وي خو دا د یوه ښه پای پر لور د یوې وسیلې جګړه ده، تر ډېره بری نه بلکې یو داسې سیاسي جوړجاړی بلل کېږي، چې د لا فعالو افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ، د ناټو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ویلي په دغه هېواد اوسنۍ پوځي او پراختيايي ستراتيژي سمه ده.

ښاغلي پيټرېیاس په لندن کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې پرمختګ ښه روان دی:

''زه لاهم پر دې باور یم چې موږ سمه تګلاره پرمخ وړو، هغه پرمختګ چې موږ لیدلی، د یوه فعال حکومت د جوړولو لپاره پرلپسې هلې ځلې، په سختۍ خو کلکې امنيتي لاسته راوړنې، ټول دا ثابتوي چې کېدای شي په افغانستان کې زموږ هلې ځلې ښه پرمختګ ترلاسه کړي.''

هغه دا هم تایید کړه چې د طالبانو مشرانو ته یې اجازه ورکړې، چې له افغان حکومت سره د پخلاینې د خبرو لپاره کابل ته ورشي.

دا لومړی ځل دی چې د نړیوالو ځواکونو د مشرتابه لخوا په افغانستان کې د طالبانو جګپوړو چارواکو ته کابل ته د سولې او پخلاینې لپاره د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

خو وسله والو طالبانو وړاندې د سولې خبرې رد کړې وې، او ویلي يې وو تر هغه به د خبرو مېز ته کښېنني چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي.

او د تېرې پنجشنبې پر ورځ طالبانو بي بي سي ته د ولسمشر کرزي د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ويلي یې وو له طالبانو سره پټې خبرې شوې، وویل له افغان حکومت سره طالبانو هېڅ راز پټې خبرې نه دي کړې.

په روانه میاشت کې په کابل کې د سولې ۷۰ کسیزه شورا جوړه شوه، چې دنده به یې له طالبانو سره د پخلاینې د خبرو پرمخ بېول وي.

رپوټونه وايي په دې کې شک نه شته، چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د طالبانو بېلابېلو ډلو او د مختلفو کچو مشرانو یې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې کړې دي، خو لاهم د مخامخ خبرو د پيل په مخ کې لوی خنډونه شته.

د بي بي سي د دیپلوماتیکو چارو خبریال جنتن مارکس وايي ناټو په بنسټيز ډول د دوه ګونو کرښو ستراتيژي پلی کوی، چې په روښانه ډول د جنرال پيټرېیاس د خبرو څرګندونه کوي.

له یوه اړخه په وروستیو اوونیو کې د طالب مشرانو پرضد بریدونه په پراخ ډول ډېر شوي دي، خو له دې سره – سره جنرال پيټرېیاس ټينګار کړی چې ناټو د یو شمېر طالب مشرانو او د افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړې ده:

سرې کرښې

''ناټو او امریکا په دې برخه کې د ولسمشر کرزي د هغو نوښتونو او سرو کرښو ملاتړ کوي، چې نوموړي له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې رامنځ ته کړې دي، چې طالبان دې وسلې پرځمکه کېږدي، له تاوتریخوالي دې لاس په سر شي، له بهرنیو تندلارو سره دې پرېکون وکړي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني، موږ د دغو خبرو لپاره په ځينو برخو کې لاره هم هواره کړې ده.''

Image caption وړاندې طالبانو بي بي سي ته د کرزي د هغو څرګندونو په اړه چې ویلي يې وو له طالبانو سره پټې خبرې شوې، بابیزه خبره بللې وه.

په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما د خپلې تګلارې د بنسټيز غور لپاره چمتووالی نیسي، تر اوسه کوم بدیل یا پلان بي نه لیدل کېږي چې په عمل کې پلی شي.

نو جنرال پيټرېیاس باید حالت داسې برابر کړي، چې وښيي اوسنی پلان کار ورکولی شي او دی په روښانه باور کوي چې خبره همداسې ده.

جنرال پيټرېیاس ښايي د یوې نوې جګړې مخکښ مشر وي خو دا د یوه ښه پای پر لور د یوې وسیلې جګړه ده، تر ډېره بری نه بلکې یو داسې سیاسي جوړجاړی بلل کېږي، چې د لا فعالو افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ، د ناټو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

ورته مطالب