کرزی: د بګرام د پټ زندان پلټنه دې وشي

د بګرام زندان
Image caption ويل کېږي چې دا مهال د بگرام په زندان کې په سلگونو هغه افغانان چې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي ساتل کېږي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي دغه نوی حکم وروسته له هغې راځي چې د بګرام په امریکایي اډه کې د تور زندان په نامه د یوه بل پټ ساتل شوې زندان په اړه په یو شمیر نړیوالو رسنیو کې ځینې رپوټونه خپاره شول.

په بګرام کې د تور زندان په نامه د یو بل زندان د شتون خبره وروسته له هغې راپورته شوه، چې په نیویارک کې د پرانیستې ټولنې په نامه يوې امریکایي ټولنې په خپل وروستي یوه رپوټ کې د افغانستان په بگرام کې د يوه پټ زندان د شته والي خبره مطرح کړه.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هروي وایي د عدلیې وزیر په مشرۍ یوه پلاوي ته امر شوی په دې اړه خپلې پلټنې پیل او د دوو اوونیو په ترڅ کې د خپل رپوټ ولسمشر ته وړاندې کړي:

''په دې وروستیو کې دنړیوالو رسنیو لخوا ځینې داسې ګنګوسې خپرې شوي چې ګواګي تراوسه هم بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه ناټو ځواکو د افغانستان په بګرام کې پټ یا شخصي زندانونه لري او په کې ځینې هغه افغانان چې د حکومت په مخالفت کې جګړه کوي ساتل کیږي.

دا رپوټونه افغان حکومت ته ورسیدل او ولسمشر حامد کرزي د دې موضوع د څیړلو لپاره یو کمیسیون وټاکه چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون، د ولسمشرۍ د عدلي او قضایي بورد استازي د عدلیې وزارت تر مشرې لاندې یې غړیتوب لري او په دې اړه به د دوو اونیو په ترڅ کې خپل رپوټ ولسمشر ته وړاندې کړي.''

تر دې وړاندې يوې نيويارک مېشتې ټولنې په خپل وروستي رپوټ کې په ډاگه کړې وه، چې د افغانستان د بگرام په امريکايي لويه اډه کې لا هم هغه زندان شته چې دغې ټولنې د تور زندان په نوم ياد کړى .

د پرانيستي ټولنې په نوم دغې امريکايي ادارې په دې وروستيو کې له ١٨ ازادو شويو زندانيانو سره د مرکو پر بنسټ خپل وروستي خپاره کړي رپوټ کې ليکلي و چې په دغه زندان کې پوځيان له بنديانو سره ناسم چلند کوي .

په دغه برخه کې د اړونده چارواکو ناسم چلند، خوړو او جامو ستونزې، د مذهبي مراسمو د ادا کیدو په برخه کې محدودیتونه یې له مهمو مسلو څخه ګڼل شوي وې.

Image caption ولسمشر حامد کرزي د دې موضوع د څیړلو لپاره یو کمیسیون وټاکه چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون، د ولسمشرۍ د عدلي او قضایي بورد استازي د عدلیې وزارت تر مشرې لاندې یې غړیتوب لري او په دې اړه به د دوو اونیو په ترڅ کې خپل رپوټ ولسمشر ته وړاندې کړي

له دغه زندانه را خلاصو شوو ځینې بندیانو په وار وار په دغه زندان کې له دوی سره د ناوړه چال چلند خبرې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه د بشري حقونو یو شمېر ټولنو هم په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چال چلند په اړه اندیښنې ښودلې وې.

په بگرام کې د تور زندان په نوم د امريکايي ځواکونو د يوې پټې بنديخاني رپوټونه څو مياشتې وړاندې هم خپاره شول خو د واره هغه مهال دغه خبره د امريکايي چارواکو لخوا رد شوه .

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د بگرام د زندان د چارو واګې چې اوس اوس د پروان زندان په نوم نومول شوي، د راتلونکو دوو کلونو په موده کې افغان چارواکو ته وروسپارل شي.

دا مهال د دغه زندان مسوولیت د امريکايي ځواکونو په غاړه دى.

ويل کېږي چې دا مهال د بگرام په زندان کې په سلگونو هغه افغانان چې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي ساتل کېږي.

ورته مطالب