په ايټاليا کې د افغانستان په تړاو مهمه غونډه شوې ده

Image caption ايران په لومړي ځل د افغانستان په تړاو جوړه شوې نړيواله غونډه کې ګډون کړی دی.

د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د افغانستان په تړاو د نړيوالو اړيکو د ډلې په نوم نړيواله غونډه جوړه شوې ده .

په دغې غونډه کې د ناټو ، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د افغانستان په مسايلو کې ښکېلو ۴۶ هېوادونو ددې لپاره ګډون کړی چې په افغانستان کې شوي او کېدونکې پرمختګونه وارزوي.په غونډه کې په لومړي ځل د ايران او د اسلامي هېوادونو د کنفرانس ۱۰ غړو ګډون کړی دی.

خبريالانو ته په غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې خو تر غونډې وروسته د افغانستان لپاره د ايټاليا، امريکا، المان او د ملګرو ملتونو ځانګړيو استازو په يوه خبري ناسته کې خبرې وکړې.

دغو بهرنيو ډيپلوماټانو په ياده شوې خبري ناسته کې وويل افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو مسوليت سپارل، د افغان حکومت له وسلوالو مخالفينو سره خبرې اترې ، ښه حکومتوالي او په افغانستان کې له فساد سره مبارزه هغه مهم ټکي ول، چې په تړاو يې خبرې اترې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک د افغانستان د مسلې پر سر په دغه کنفرانس کې د ايران د استازي د ګډون هکله وويل ، په دې اړه له واشينګټن سره سلا مشوره شوې او هېواد يې ورسره کومه ستونزه نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد هولبروک ددغې غونډې جوړېدل يو مهم بدلون وباله او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو يې نيوکې بې بنسټه وبللې:

((له موږ څخه پوښتنه وشوه چې ايا له ايران سره ستونزه لرو نو زموږ ځواب منفي و. دا غونډه د افغانستان په اړه ده او لکه سفير ستېنر چې وويل دا غونډه يوازې په افغانستان پورې تړلې ده، هغه څه چې دلته بحث پرې کېږي د نورو دوه اړخيزو اړيکو چې له ايران سره تړاو لري تر اغېزو لاندې نه راځي او پر هغو به کوم اغېز هم ونه کړي.))

د افغانستان دغه ګاونډي د افغانستان په تړاو د لندن په کنفرانس کې ګډون نه و کړی.

ښاغلي هالبروک له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله وويل هر هغه اورپکی چې وسله پر ځمکې کېږدي نو د هغه لپاره په افغانستان کې د ژوند کولو ځای شته.

خو زياته يې کړه هغه سره کرښه چې نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت ټاکلې ده ، هغه به پرځای وي، په دې مانا چې له هغو طالبانو سره خبرې اترې شونې دي چې وسلې کېږدي، له القاعدې سره اړيکي وشکوي او د افغانستان د اساسي قانون درناوی وکړي .

هغه وويل خبرې اترې په جګړه کې د ماتې مانا نه لري او بله دا چې روانه جګړه يوازې پر پوځي لارو چارو نه هوارېږي.

بي بي سي پښتو ويبپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، سټېفن دېميستورا څخه وپوښتل چې افغان حکومت همېشه نړيواله ټولنه په فساد تورنوي، نو ايا د نړيوالې ټولنې د فساد د مخنوی لپاره کومې لارې چارې لټول شوې او کنه ؟ ښاغلي دېميستورا يې په ځواب کې وويل : (( تر اوسه پورې يې په دې اړه موږ خبرې نه دي. ))

په افغانستان د ناټو ځواکونو د ملکي چارو مسوؤل مارک سيډول بي بي سي ته وويل دوی هيله لري چې اسلامي هېوادونه به دافغانستان پر سياسي او امنيتي موضوعاتو کې لا ډېر رول ولوبوي: (( موږ هڅه کوو چې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې اسلامي هېوادونه لا زياتې ونډې اخيستلو ته وهڅوو.

ځينو هېوادونو لا له وړاندې پکې ونډه اخېستې، د بېلګې په توګه ترکيې د افغان ځواکونو په روزنه کې پاموړ ونډه اخيستې ده. دا مهال مصري او اردني افسران هم په افغانستان کې موجود دي چې د روغتيا په برخه کې مرستې کوي او موږ تمه لروچې د نورو ملاتړ او مرستې هم ترلاسه کړو)).

ښاغلي سيډويل زياته کړه چې په دغې غونډه کې د اسلامي هېوادونو ګډون ښيي چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د ستراتيژۍ ملاتړ کوي .