جګپوړي چارواکي به د سیالۍ له لارې ګمارل کېږي

کابینه
Image caption تر دې وړاندې پر افغان حکومت دغه نيوکې ډېرې وې چې گواکې پر لوړو حکومتي څوکيو کې کسان د سياسي ښکېلتياو پر بنسټ گومارل کېږي او د دغو نيوکه کوونکو په خبره چې همدغه کسان هم په اداري قساد کې ښکېل وو .

افغان حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د ټولو لوړو دولتي څوکيو لپاره کسان د سيالۍ په پايله کې گومارل کېږي .

حکومتي چارواکي وايي چې د دغې نوې تگلارې موخه له سياسي ښکېلتياوو نه د افغانستان د حکومتي ادارې پاکول او د درغليو او فساد مخنيوى دى.

سره له دې چې د دغه نوي بورډ د جوړولو خبره لا له وړاندې پخه شوې وه، خو افغان حکومت غواړي چې عملي چارې يې سر له اوسه په ادارو کې پيل شي.

افغان حکومت پخپلې وروستۍ غونډه کې وپتېيله چې د حکومتي لوړو څوکيو لپاره د کسانو گومارنه به د همدغه بورډ له خوا تر سره کېږي.

تر دې وړاندې پر افغان حکومت دغه نيوکې ډېرې وې چې گواکې پر لوړو حکومتي څوکيو کې کسان د سياسي ښکېلتياو پر بنسټ گومارل کېږي او د دغو نيوکه کوونکو په خبره چې همدغه کسان هم په اداري قساد کې ښکېل وو .

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي د همدغو اندېښنو د لیرې کولو لپاره وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته دې د لوړ پوړو چارواکو ټاکنې د همدغه بورډ او اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا ترسره شي:

''د افغانستان د ولسمشر د هغې پرېکړې پر بنسټ، چې د افغانستان ملکي اداره به نوره له سیاست نه ووځي، د افغانستان په دولت کې به هېڅ کومه جګپوړې مقرري د وزیر او یا د ولسمشر په خوښه په مستقیمه توګه نه کېږي. دا په هېواد کې د ملکي ادارې د اصلاح لپاره یو ډېر لوی پرمختګ دی او د دغې ادارې د نه سیاسي کولو لپاره غوره چاره ده، او تر ډېره به د فساد مخه پرې ونیول شي.''

بله غاړه د اداري اصلاحاتو اداره وايي چې د وزيرانو د شورا دغه نوې پرېکړه د هغوى لپاره کومه نوې خبره نه ده ،بلکې د دغې لادارې د چاررواکو په خبره تر دې وړاندې هم دوى د دولتي کارکوونکو د گمارنې لپاره ورته چارې ترسره کړي او د لوړو څوکيو لپاره همدغه بورډ نومول شوي کسان ارزولي دي.

د اداري اصلاحاتو کمېشنره غوټۍ خاورې وايي چې د معينانو او واليانو گومارنه د ځانگړي بورډ او ولسمشر له صلاحيتونو نه ده:

''د والیانو او په کوچنیو بستونو کې چې د ولایت د مقام لپاره به د بېلابېلو ارګانونو لخوا د ولسمشر خاص مشورتي بورډ ته ور پېژندل کېږي ، په دغه بورډ کې پنځه تنه غړیتوب لري (مدني ټولنه، د ښځو استازی، د بشر د حقونو استازی، د ځینو علمي او کادیميکو مؤسسو استازي)، دغه بورډ به یې د رایو په اتفاق سره ولسمشر ته معرفي کوي او بیا به ګمارل کېږي.''

Image caption افغان حکومت پخپلې وروستۍ غونډه کې وپتېيله چې د حکومتي لوړو څوکيو لپاره د کسانو گومارنه به د همدغه بورډ له خوا تر سره کېږي.

پر ښاغلي کرزي تا دغه نيوکې کېږي چې د لوړو دولتي څوکيو لپاره کسان يې د ځينو مصلحتونو او جوړ جاړي پر بنسټ کړي او هغه د ځينو سياسي کړيو د فشار له امله داسې کسان پر دغو څوکيو گومارلي چې د نيوکه کوونکو پر وينا په اداري فساد کې ښکيل دي.

ځينې شنونکي هم دا وايي چې په ادارو کې د فساد د شته والي ستر لامل دا دى چې دغلته نا مسلکي کسان د سياسي ښکېلتياوو پر بنسټ په دندو گومارل شوي دي.

خو افغان چارواکي وايي چې د دغې نوې پرېکړې پر بنسټ به هغه کسان دغو څوکيو ته ټاکل کېږي چې هم کاري وړتيا ولري او هم به د هغوى کړه وړه او ريښتينولي په پام کې نيول کېږي.

ورته مطالب