په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نور: د ۳۵ انتخاباتي حوزو لومړنۍ پایلې اعلانېږي

Image caption ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي د پارلماني ټاکنو پایلې چې ټاکل شوې وه د لړم پر اتمه نیټه اعلان شي ، ښايي څو اونۍ نور هم وځنډیږي.

ټاکل شوې چې نن ''چهارشنه/ د اکتوبر ۲۰مه'' د افغانستان د ولسي جرگې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي دا به په افغانستان کې د ټولو انتخاباتي حوزو لومړنې پايلې وې چې له پوره غور او دقت وروسته اعلانيږي.

تر دې مهاله د درغلیو له امله د شاوخوا ۶۰۰ مرکزونو رایې باطلې اعلان شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو دا منلې ، چې ښايي شاوخوا یو میلیون رایې بې اعتباره وګڼل شي.

د ټاکنو د کمیسیون چارواکي وايي د پارلماني ټاکنو پایلې چې ټاکل شوې وه د لړم پر اتمه نیټه اعلان شي ، ښايي څو اونۍ نور هم وځنډیږي.