د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

ښاغلی معنوي
Image caption ښاغلي معنوي زیاته کړه چې د تېر پارلمان په پرتله د ښځو په ونډه کې ډېروالی راغلی دی.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې د تېر په پرتله دا ځل د ښځو ونډه زياته شوې ده . د ټاکنو کمېسيون وايي دا لومړنۍ پايلې دي او شونې پکې بدلونونه راشي .

تر ټاکنو پوره يوه مياشت وروسته د چهارشنبې پر ورځ د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو د کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي په وينا د دوی د لومړنيو موندنو پر خلاف د ولسي جرګې په ټاکنو کې ټول ټال پنځه اعشاريه شپږ مليونه کسانو رايې ورکړې چې له دغې ډلې څخه يو اعشاريه درې ميليونه باطلې بلل شوې دي .

ښاغلي معنوي د لومړنيو پايلو په اعلان کې د دومره ځنډ لامل زيات دقت او د يو شمېر شمکنو رای مرکزونو د رايو بيا شمېرل وبلل. هغه ډاډ وښود چې اوس يې سمې او ناسمې رايې ښې بېلې کړې دي.

ښاغلي معنوي وويل د شکايتونو ارزونه روانه ده او کېدای شي وروستۍ پايلې له لومړنيو هغو سره توپير ولري:

''کله چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ، شکايتونه ارزوي نو د ټولو شکايتونو تر ارزولو وروسته ، يوشمېر دغه کسان چې اوس ليست ته ورننوتلي بېرته له ليسته وځي او ځينې نور خلک ليست ته ورننوزي . خو دغه ټول بدلونونه به د شکايتونو د ارزونې په بهير کې رامنځته کېږي او داسې احتمال شته چې په وروستيو پايلو کې به ځينې بدلونونه راشي .''

په ټوله کې د کمېسيون په وينا د ټاکنو پر ورځ نژدې اتلس زره محلونه پرانستي ول چې څه باندې درې زره محلونه شکمن ول او د بيا شمېرلو امر يې وشو . د دوی په وينا تر شمېرنې وروسته د څه باندې دوه نيم زره محلونو رايې باطلې او د نورو سمې وبلل شوې .

ښاغلی معنوي وايي چې د ټاکنو په بهير شويو درغليو کې هم د دغو کمېسيون مامورينو او هم نوماندانو لاس درلود چې خپل مامورين به وروسته د شکايتونو کمېسيون ته ور وپېژني او نوماندان يې اوس ور پېژندلي دي :

'' موږ تر دې مهاله پورې 224 شکمن نوماندان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ور پېژندلي دي . کله چې ځينې محلونه بې اعتباره وبلل شول نو هغه کسان چې په دغو محلونو کې يې تر ټولو لوړې رايې درلودې د شکمنو کسانو په توګه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ور پېژندل شول .

قانوني چلند

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پلټنې کوي چې ايا دغو کسانو په شويو درغليو کې لاس درلود او کنه ؟ که ثابته شي چې دغه کسان په سرغړونو کې ښکېل ول ، نو طبعي خبره ده چې له هغوی سره به قانوني چلند کېږي.''

د شکايتونو بهير اوس هم روان دی او د ټاکنو کمېسيون د دارلانشاء د مشر عبدالله احمدزی په وينا د ټولو شکايتونو تر ارزولو پورې به وروستۍ پايلې اعلان نه شي.

په ټوله کې د ټاکنو کمېسيون له دې امله خوښي وښوده چې د دوی د لومړنيو موندنو پر خلاف زياتو خلکو رايې کارولې دي .

دغه راز د لومړنيو پايلو پر بنسټ دا ځل په ولسي جرګه کې د نيمروز ولايت دواړو څوکيو ته ښځې بريالۍ شوې او په دې توګه په ولسي جرګه کې د تېر په پرتله د ښځو شمېره هم زياته شوه .

ورته مطالب