کرزی: د بهرنیانو له شتون نه سمه ګټه واخلئ

ښاغلی کرزی
Image caption افغان ولسمشر د افغانستان اوسني حالات د ۲۰ پېړۍ په څېر وبلل چې دغه هېواد د نړيوالو لويو قدرتونو د سياستونو په منځ کې را گېر وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې يوې لويې غونډې ته په ډاگه کړه چې هېواد يې پر سم لوري روان دى او خوشبيني يې دا وه چې د سولې د شورا له لارې به جنگ جگړې پاى ته ورسېږي .

ښاغلي کرزي په دې برخه کې د خپل حکومت هڅو ته اشاره وکړه او په ډاگه يې کړه چې بهرنيان دغلته د خپلو گټو په لټه کې دي خو له خپلو خلکو يې غوښتنه داوه چې ددوى له شتون څخه بايد افغانستان خپلې گتې پورته کړي .

ولسمشر وويل چې هېواد يې پراخې طبيعي منابع لري چې يوازې افغانان يې سم کارولى شي.

حامد کرزي په خپله شاوخوا يو نيم ساعته وينا کې چې بهانه يې د ولايتي انکشافي شوراگانو د کار د دريم پړاو پيل وو، په گڼو موضوعگانو رڼې خبرې وکړې.

د بحث لويه برخه يې روانو مسالو ته له هره اړخه کتنه وه، خو ښاغلي کرزي د کليو د پراختيا له پروژې خوښ دى.

ښاغلي کرزي وويل چې د امنيت په ټينگېدو سره به د کليوالو انکشافي شوراگانو او پرمختيايي کارونو کچه نوره هم اوچته شي.

ده د سولې د عالي شورا جوړښت ته په اشارې سره وويل چې د پخلاينې په برخه کې په کور دننه او دا رنگه له گاونډيو هېوادونو سره يوې همغږۍ ته نژدې شوي دي:

''د افغانستان سولې ته هيله مندي ډېره زياته شوې. نړيواله ټولنه، زموږ گاونډيان او زموږ د خپلو خلکو د سختو هڅو په مټ پر دغې خوا روان يو، نړيواله ټولنه امريکا اروپا او ټول مو په دې قانع کړي چې له ريښتينو ترهگرو سره جگړه ده موږ درسره يو او چېرته چې زموږ خپل خلک ناراضه شوي، هلته د سولې کار کوو. د سولې کميسیون خپله تگلاره جوړوي او ژر به د سولې چارې پيل کړي. هغه اوازې چې له طالبانو او نورو اورو ډېرو هيله څرگنده کړې، گاونډيانو سره مو هم ښې اړېکې ټينگې کړي دي چې دغه پروسه تائېد کړي.''

ده له خلکو وغوښتل چې دغه ارمان ته د رسېدو لپاره ورسره مرسته وکړي، حامد کرزي وويل د امنيت په نه شتون کې به افغانستان نه اراميدى شي او نه هم پر مخ تللى شي.

ولسمشر کرزي په دغه برخه کې پر بهرنيانو هم نيوکه وکړه چې په خبره يې د خپلو گټو په لټه کې دي.

''امريکا خپلې گټې لري ، چين خپلې گتې لري ، روس خپلې گټې لري، هند خپلې گټې لري او گاونډيان مو خپلې گټې لري، افغانستان هم د يوه موجود او يوې ټولنې په توگه خپلې گټې لري، چې اوله گټه يې د افغانستان امنيت او دویم له گاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره ښې اړيکې دي. يانې د داسې چاپېريال رامنځ ته کول دي چې زموږ هېڅ گاونډى له افغانستانه وېره ونه لري چې گواکې زموږ له خاوري دوى ته کومه دسيسه جوږېږي.''

افغان ولسمشر د افغانستان اوسني حالات د شلمي پېړۍ په څېر وبلل چې شاوخوا ته یې د نړۍ لو طاقتونه پراته دي .

ده وويل چې په ځيرکۍ سره بايد افغانستان له ټولو سره داسې چلند وکړي چې افغانستان ته يې گټه ورسېږي:

''د افغانستان په شاوخوا کې ستر نړيوال قدرتونه دي ، چين ، په خواکې يې هند ، روسيه چې زموږ په کوڅه کې يې کور دى، ايران او پاکستان هم په خپله کچه قدرتونه دي او د ناټو په مشرۍ کې امريکا چې دلته پرته ده دا له يوه پلوه زموږ په گټه هم ده، نو په دغسې حالاتو کې افغانستان بايد داسې سياست غوره کړي چې له دغه حالته گټه پورته کړي. ''

ښاغلي کرزي وويل هېواد يې پراخې طبيعي زېرمې لري چې له کبله يې د نړيوالو د پام وړ گرځېدلى. ده په خپلو خلکو غږ وکړ چې ښونې او روزنې ته ډېر پام وکړي چې په باور يې د افغانستان ودانېدل يوازې له همدې لارې شوني دي .