په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

رباني: د سولې لپاره باید صادقانه هلې ځلې وشي

Image caption په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي له ښاغلي رباني سره مرکه کړې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وايي چې ده له يو شمېر طالب چارواکو سره د سولې په اړه ليده کاته کړي دي.

برهان الدين رباني وايي سره له دې چې دغه کسان د طالبانو د سر، سر خلک او مشران نه دي، خو په خبره يې د طالبانو مشرتابه ته ډير نژدې کسان، دا مهال د ځواک خاوندان او لا هم له دولت سره په مخالفت کې ولاړ کسان دي.

د ښاغلي رباني په وينا سره له دې چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د هواري مساله ډېره پېچلې ده، خو هغه ډاډمن دى چې په دې برخه کې هم نړيواله ټولنه او هم د افغانستان گاونډي هېوادونه چمتو دي چې له طالبانو سره دې خبرې اترې وشي او هغوى دې سوله ييز ژوند ته رامات کړل شي .

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي له ښاغلي رباني سره ځانگړې مرکه کړې او په سر کې يې ترېنه په افغانستان کې د سولې د بهير او د سولې د عالي شورا د نويو پيل شويو هڅو په اړه پوښتنه کړې ؟