راتلونکې ولسي جرگه: جوړښت او ننگونې يې

د مخکنۍ ولسي جرګې غړي

تر ټاکنو ټيک يوه مياشت وروسته افغان چارواکو د هغو کسانو لومړنى لست خپور کړى چې ښايي د ولس راتلونکي استازي وي.

تر دې اعلان دمخه د اچول شويو رايو څه له پاسه درېيمه برخه د ټگۍ پر شک باطله اعلان شوې وه.

د وروستيو پايلو اعلان ښايي څو اوونۍ نورې هم ونيسي چې په ترڅ کې يې لسگونه شکايتونه او اعتراضونه څېړل او ځوابول غواړي.

اعلان شوي لست ته يو ځغلند نظر ښيي چې په راتلونکې جرگه کې به د سياسي، پوځي اومالي زور خاوندان بيا هم د پخوا په څېر بره ونډه لري، خو دمدني ټولنې او روښانفکرو نويو څېرو ته هم د ولسي وکالت امکان ورکړ شوى دى.

له قومي پلوه يې هم جوړښت پخوانى پاتې دى، که څه هم پښتنو په کې گڼې څوکۍ له لاسه ورکړي او هزاره وو او تاجکو په وار سره نوې څوکۍ تر لاسه کړي دي.

تاسې گران اورېدونکي، د خپلې سيمې او په ټوله کې د ټول هيواد لومړنيو نتيجو ته په پام سره، د ولسي جرگې راتلونکى جوړښت څنگه وينئ؟

له نوې شورا نه ستاسې هيلې او تمې څه دي؟

د پنجشنبې پر ماښام خپرونې ته مخامخ پر دې شمېره زنگ راووهئ: 00442078360331

او يا مو لنډ پيغام pashto@bbc.co.uk ته پر برېښنا ليک راواستوئ.

د افغانستان د ولسي جرگې احتمالي جوړښت او ستاسې هيلې ترې،
د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

تاسې بريښناليکونه

عبدالمتين فهيم، کابل

زما په اند را تلونکې ولسي جرگه به له اوسنۍ جرگی هم بیکاره وي او دخلکو لپاره به هیڅ کار ونکړي، دا ځکه چې ځينې وتلي حقوقپوهان او فعالين تللي او پر ځاى يې ځينې بدنامې څېرې راغلې دي.

پاتی شوه د هزاره گانو او نورو قومونو زیاتولی نو: هرکه آب از دم شمشیر خورد نوشش باد. ولاړل، رایه يې ورکړه او بریالي شول! خدای دې يې نور هم ډیر کړي.

سميع الله ، ډيلى

نوی ملی شورا د پخوا نه هم په زیاتو جنګ سالارانو او بی تعلیمو جوړه سویده ځکه چه د پښتنو په سیمو کی یی د ټاکنو پر مهال بی امني جوړه کړی وه او جنګ سالارانو ته یې د پراخو درغليو زمینه برابره کړی وه.

حتیّ په کندهار ښاراوولسوالیوکی درایو، نه ورکولو اخطارونه اوشپی لیکونه ځړول شوی وو چې خلګ رایی ور نکړی او ددوی په خوښه یو څو بی تعلیمه اود افغانستان دخلګو په وینو لاس ککړ خلګ و ټاکل سی.

ر. صدر، لندن

په افغانستان کی سیاسی شعور لوړ نه دى، نه زموږ ننني سیاستوال د خلکو لپاره پاڅیدلي او نه هم خلک سیاست او پالیسۍ ته رایه ورکوی. نتیجه به یې دا وي چې ټوپکوال، زورواک او شتمن کسان پارلمان ته لاره ومومی.

د نوی پارلمان په جوړښت کی، د ټولو تیرو نیمګړتیاوو تر څنگ د افراطی نظریاتو خاوندان هم اضافه شول. هغه کسان چی تر اوسه يې {يوازې} خپل شخصی تریبیون درلود اوس يې د ملت د کور؟ تریبیون تر لاسه کړ.

محب الله الله يار او عبدالرووف ، ننگرهار پوهنتون

زما په نظر به راتلونکې ولسي جرګه ترپخوانۍ هغې د ولس پرځاى خپلو ګټو ته ځکه ډېره ژمنه پاتې کېږي، چې دوکالت چوکۍ ګټلو په موخه يې بې کچې لګښتونه کړي او دوى ته به له وزيرانو سره دولس پر سر سودا ځکه اسانه وي، چې ايله خو اوس د گټې ډگر ته ورننوتل.

محمد خالد ، لغمان

د بي بي سي ټولې خپرونې دقدروړ دي، خصوصا د نوي کورنوي ژوند خپرونې.)) شین لغمان په مشرقی کی ناوکۍ، ټول کونړ یې ده د سروزورو نتکیۍ. شین لغمان په مشرقي کې ناوکۍ، ننگرهاریې ده دغاړې غاړکۍ))

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .