په نيمروز ولايت کې د سپرليو بل ګاډی پر ماين ختلی دی

لوګر
Image caption لوګر د پلازمېنې کابل سوېل ختيځ ته پروت ولايت دی چې ځينې سيمې يې د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دي.

د فراه ولايت چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ يې يو مشهور سيمه ييز طالب قوماندان وژلی دی.

د فراه امنيه قوماندان محمدفقير عکسر وايي پوليسو په فرارود سيمه کې پوځي عمليات کړي او شپږ نور طالبان يې ټپيان کړي هم دي .

ده په وينا په عملياتو کې پوليسو ته زيان نه دی او ښتی او طالبانو هم تر دې مهاله د پېښې په اړه څه نه دي ويلي .

د فراه په ګاونډي ولايت نيمروز کې نن په دويمه ورځ هم د سپرليو يو ګاډی پر ماين ختلی چې چلوونکی يې وژل شوی او يوه سپرلۍ يې ټپي شوې ده .

چارواکي وايي پېښه د زرنج دلارام پر لاره د نالان په سيمه کې شوې ده .

تېره ورځ مازيګر هم په همدغې سيمه کې د سپرليو پر يوه ګاډي د سړک غاړي ماين چاودلی و چې د ماشومانو په ګډون لس تنه پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي ول .دغه ګاډی له زرنج څخه شينډنډ ته روان و .

تر اوسه پورې هېڅ يوې ډلې د دغو چاودنو مسوليت نه دی منلی.

په يوه جلا پېښه کې ناڅرګندو وسلوالو تېره شپه د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د پورک د نجونو ليسه سوځولې ده .

د ليسې يوه ساتونکې ويلي وسلوالو کسانو لومړی د ليسې په ودانۍ کې دننه چاودنې وکړې او بيا اور ورته کړ.

د لوګر د پوهنې يوه چارواکي ويلي په چاودنو کې شپږ ټولګي او يوه اداري خونه سوزول شوې او د نورو ټولګيو هېندارې ، ورسۍ او دروازې ماتې شوې دي .