کرزي د نړيوال روغتيايي سازمان راپور «چټيات » وبلل

ولسمشر کرزی
Image caption ښاغلی کرزی وايي په افغانانو کې اروايي ستونزې هومره نشته لکه د روغتيانړيوال سازمان چې پخپل راپور کې ويلي دي.

د هغو شمېرو له مخې چې تېره اونۍ خپرې شوې د افغانستان تر نيمايي زيات اوسېدونکي په اروايي ناروغيو اخته شوي چې ژور خپگانونه يې تر نورو هغو ډېر جوت دي.

خو ښاغلي کرزي دغه خپرې شوې شمېرې ناسمې وبللې او ويې ويل دا په حقيقت کې د افغان ولس سپکاوى دى :

(( دا خوشې چټي خبره ده چې د افغانستان شپېته فيصده خلک رواني تکليف لري . ته چېرې کورونو ته ولاړې چې تا معلومه کړه چې موږ څو نفره رواني تکليف لرو. احسايه دې له کومه کړه، پوښتنه دې له کومه کړه ؟ ملل متحد را ولاړېږي پروژه يو چا ورکړې او اعلان وکړي .))

تر دې وړاندې د اروايي ناروغيو پر نړيواله ورځ د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او نړيوال روغتيايي سازمان په گډه ويلي ول چې په افغانانو کې دغه ناروغي په خطرناک ډول خپره شوې .

دوی د دغې ناروغۍ د مخنيوي په چاره کې د زياتې پانگونې وړانديز کړى و .

په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان استازي دا خبردارى هم ورکړى و چې دغه ستونزه په دغه هېواد کې ډېره جدي ده او کلکې پاملرنې ته اړتيا لري .

خو ولسمشر کرزى وايي دا د هغو تبليغاتو يوه برخه ده چې نړيوال غواړي د افغانانو خولې بندې وساتي :

(( افغانستان تر ټولو قوي او د ريښو خاوند ملت دی او دا تبليغات ددې لپاره دي چې موږ يو څه چپ کړي چې مانا چوپ شیء تاسې دا جنجال لریء. موږ ورسره پوه يو. او داحسايه چې دوی نشر کړه دا يوه غلطه احسايه وه، يوه بې مانا احسايه وه او افغانستان نه يوازې چې يو پياوړی ملت دی بلکې يو خوشاله ملت دی يو دلاور ملت دی . تا داسې ملت ليدلی چې هره ورځ پکې انسانان شهيدان کېږي ، بمونه پکې چوي خو په هره کوڅه کې واده هم دی، په هره کوڅه کې خوشالي هم ده . تاسې داسې ملت ليدلی؟ په نورو ځايونو کې چې دغسې بمبارۍ او دغسې کيسې وي ولا که يې له کوره را وباسې.))

په ظاهره دغه شمېرې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم منلې وې .

خو دا مهال د دغه وزارت چارواکي د مسلې د حساسوالي او ترينگلتيا له امله په دې برخه کې له څه ويلو ډډه کوي.

د دغه وزارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي بي بي سي ته وويل درې کاله وړاندې د دوى موندنو داسې ښودلې وه چې ګنې په سلو کې 67 افغانان په اروايي ناروغيو اخته شوي دي .

دا رنگه نړيوال روغتيايي سازمان د ښاغلي کرزي د وروستيو څرگندونو په اړه غبرگون نه دى په ډاگه کړى.

خو د دغه سازمان يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دغه شمېرې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له خوا خپرې شوې دي .