افغانستان کې نیم میلیون کسان ړانده دي

د عامې روغتیا سرپرسته ثریا دلیل
Image caption د عامې روغتيا وزارت سرپرسته ثريا دليل وايي په پام کې ده چې دغه ګرځنده روغتیايي ډلې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د سترګو له زرو زيات عملياتونه وکړي او ۱۵ زره کسان معاينه کړي.

نړيوال روغتیايی سازمان ويلي چې په افغانستان کې په هر يوه ساعت کې درې کسه د خپلې يوې سترګې لید له لاسه ورکړي.

د سترګو پرده يا کترکت په جګړه ځپلي افغانستان کې د ړندېدو يو مهم لامل په ګوته شوی.

د افغانستان حکومت داسې پروګرام تر لاس لاندې نيولی چې پر مټ به يې ګرځنده روغتيايي ټيمونه په ټول هېواد کې د سترګو په رنځ د اخته ناروغانو وړيا درملنه وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې نيم ميليون نابينايان ژوند کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان دغه څرګندونې د ليدلو د ورځې په مناسبت کوي.

د روغتيا وزارت د دغه پروګرام پر بنسټ به ګرځنده روغتيايي ډلې د هېواد په لر او بر کې د سترګو په رنځ د اخته کسانو وړيا درملنه کوي او هغه چې عمليات اړتيا لري ، عملياتوي به يې.

په افغانستان کې د خلکو د ړندېدو نژدې ۶۰ سلنه لامل کترکت يا د سترګو پرده بلل کيږي او اوس مهال د هېواد نژدې نيم ميليون وګړي هغه دي چې په سترګو څه نه وي.

د کابل د لوېديځې څنډې په يوه روغتيايي مرکز کې په لسګونه نارينه او ښځې د معاينې لپاره راټول شوي چې د خپلو سترګو وړيا معاينه او درملنه وکړي.

۵۵ کلنه بي بي ګل چې د خپلې واده کړې يوازنۍ لور په کور کې ژوند کوي هم دغه مرکز ته راغلې. دا وايي دوه کاله کيږي چې د سترګو پردې لري، خو د بې وسۍ له کبله يې خپلې سترګې نه دي عمليات کړي:

''يوه سترګه مې له وړاندې عمليات شوې ،له تېرو دوو کلونو راهيسې مې چپې سترګې لږ لږ ديد کموه. پیسې مې نه درلودې چې هغه مې عمليات کړې وی. اقتصادم کمزوری دی او څوک مې نشته چې د عمليات پيسې پرې کړي.''

د عامې روغتيا وزارت سرپرسته ثريا دليل وايي په پام کې ده چې دغه ګرځنده روغتیايي ډلې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د سترګو له زرو زيات عملياتونه وکړي او ۱۵ زره کسان معاينه کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري د ورکړل شويو رسمي شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې يونیم ميليون کسان د سترګو له بېلا بېلو ناروغيو رنځ وړي.

سازمان وايي د سترګو د پردې يو عمليات يوازې په ۴۵ ډالره کيږي، خو په افغانستان کې خلک همدا پېسې هم نه شي پرې کولی او له امله يې ډېر ترې ړنديږي.

پېټر ګراف چې په افغانستان کې د دغه سازمان استازی دی وايي بې وزلي او نابينايي له يو بل سره مستقيمې اړيکې لري او ښځې له نارينه وو زياتې له دغې ناروغۍ کړيږي:

''بې وزلي او نابينايي له يو بل سره مستقيمې اړيکې لري د هغو کسانو ۹۰ په سلو کې په لرې کليوالي سيمو کې ژوند کوي چې څه نه ويني. د دوی ډېری د درملنې په مقابل کې د پېسو د ورکړې وس نه لري. ښځې د نارينه وو په پرتله ډېرې د ديد د له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخې دي.''

Image caption د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او بې وزلي ددغې ناروغۍ د درملنې په وړاندې لوی خنډونه په ګوته شوي په ځانګړې توګه د هغو په وړاندې چې په لرې پرتو کليوالي سيمو کې ژوند کوي.

د عامې روغتيا وزارت وايي د سترګو کابو اتيا سلنه ناروغۍ په افغانستان کې د ننه د درملنې وړ دي.

دوی وايي هرکال له ۲۰۰زرو زيات کسان د سترګو د پردې عملياتو ته اړتيا لري ، خو په اوس وخت کې يوازې ۱۶۰۰۰ کسان دغو اسانتياوو ته لاسرسی لري.

کترکت هغه ناروغي ده چې تر ډېره د زيات عمر لرونکو کسانو په مېنځ کې وي ، خو د هغو شمېرهم کم نه دی چې په ځوانۍ کې پرې اخته کيږي.

د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او بې وزلي ددغې ناروغۍ د درملنې په وړاندې لوی خنډونه په ګوته شوي په ځانګړې توګه د هغو په وړاندې چې په لرې پرتو کليوالي سيمو کې ژوند کوي.