کميسيون: د ۵۵ محلونو رایې باطلې دي

رای پاڼې
Image caption بله غاړه د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کميسیون په لوگر ولايت کې خپل اته تنه کارکوونکي په ټاکنيزو ټگيو برگيو کې ښکيل بللي دي.

دغه کميسیون وايي چې د داسې -٣٥٠- محلونو رايې هم باطلې اعلان شوې دي چې پايلې يې د ټاکنو خپلواک کميسیون ته نه دي وړاندې شوې وايي شونې ده چې دا د ټاکنو پر پايلو هم اغيز وکړي.

هغه ټاکنيز محلونه چې رايې يې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسیون له خوا کوټه وبلل وشوې، له فارياب، وردگو، خوست، ارزگان، پروان، بغلان، لوگر، بدخشان پکتيا، او کونړ ولايتونو سره يې تړاو درلود،

ياد شوي کميسیون په تخار ولايت کې هم د ځينو ځانگړو نوماندانو راېې په ځينو مرکزونو کې کوټه اعلان کړې.

دا پرمختگونه داسې مهال کيږي چې د ټاکنو خپلواک کميسیون پرون د ولسي جرگې د تيرو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې او ټاکل شوې ده چې تر راروانو دريو اونيو پورې د ټاکنو وروستۍ پايلې هم څرگندې شي.

د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو د کميسیون وياند احمد ضياء رفعت وايي تر اوس مهاله چې د کومو ټاکنيزو محلونو رايې کوټه او ناچله بلل شوي له هغو څخه د ٣٥٠ محلونو پايلې د ټاکنو خپلواک کميسون ته نه دي سپارل شوي چې کيدى شي سپارل يې په ځينو ولايتونو کې د ټاکنو پر پايلو هم اغيز وکړي.

(( هغه رايې چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسون تر ټاکنو وروسته تر دې مهاله باطلې پيژندلي دي،له هغو رايو سره چې نن باطلې پيژندل شوي دي،شمير يې له څلورو سوو محلونو نه هم اوړيدلى دى.

په دې کې يوازې ۶۲ داسې محلونه دي چې د ټاکنو په خپلواک کميسیون کې محاسبه شوي دي يانې د نوماندانو له رايو نه لرې شوې دي خو نژدې ۳۵۰ محلونه چې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له خوا نا چله بلل شوي دي راپور يې تر دې مهاله د ټاکنو خپلواک کميسیون ته نه دى ورکړل شوى.

پر دې بنسټ، سره له دې چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسیون ځينې رايې کوټه بللې دي د ټاکنو خپلواک کميسیون نوماندانو ته شميرلې دي چې په وروستيو ورځو کې به له شميره وويستل شي.))

ښاغلى رفعت وايي چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسیون تر دې مهاله نژدې پنځه زره شکايتونه تر گوتو کړي دي،وايي د هغو شکايتونو ارزولو ته به د اوليت حق ورکړل کيږي چې د ټاکنو پايلې اغيزمنولاى شي.

نوموړى وايي هڅه داده چې تر راتلونکو دريو اونيو پورې ټول شکايتونه وارزول شي،شونې ده چې دغه ارزونې تر يوه ځايه د ټاکنو پايلې هم واړوي.

بله غاړه په لوګر ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو چارواکو د ټاکنو اته کارکوونکي په ټاکنيزو ټگيو برگيو تورن کړي دي.

پريکړه داسې ده چې که دغه کسان ګرم وپېژندل شي، نو د شپږو کلونو لپاره په ټاکنيزو برخو کې کار نه شي کولاى.

ورته مطالب