افغانستان د میندو د مړینې د مخنيوي لپاره قابلې روزي

افغانستان غواړي چې د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو دمړينې د کچې د راټيټولو لپاره ښځينه روغتياپالانې يا قابلې و روزي .

Image caption د عامې روغتيا سرپرسته وزيره ثريا دليل وايي ددغه تړون له پلي کېدو سره به دغو ولايتونو کې د مېندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي

ددغه هېواد د عامې روغتيا وزارت وايي د غه پروګرام که څه هم له څو کلونو راهيسې روان و خو نوی پړاو يې اوس پيل کړی چې په ترڅ کې به يې د پروان ، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو شپېته قابلې وروزل شي.

وزارت وايي له دې سره به په يادو ولايتونو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راکمه شي خو د ډېرو افغانانو په باور د قابلو د نشتوالي او د مور او ماشوم د مړينې کچه په هغو ولايتونو کې زياته ده چې له پلازمېنې لېري او دا مهال پکې جګړې او نا امنۍ روانې دي.

دا مهال افغانستان د نړۍ دويم هېواد دی چې د مور او ماشوم د مړينې کچې په کې ډېره لوړه ده .

ددغه کار لاملونه ډېر دي خو يې هم پر وخت روغتيايي اسانتياو ته نه لاسرسی او په تېره بيا د قابلو نشتوالی دی .

اوس د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي هڅه کوي چې د قابلو يا روغتياپالانو شمېره ډېره کړي چې په دې توګه د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه کړي.

د شنبې پر ورځ دغه وزارت د پروان د بيارغونې له ډلې سره د پېنځه لکه ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د پروان ، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو شپېته مېرمنې د قابلګي په برخه کې وروزل شي.

د عامې روغتيا سرپرسته وزيره ثريا دليل وايي ددغه تړون له پلي کېدو سره به دغو ولايتونو کې د مېندو او ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي :

''دغه قابلې له چې له لېرې سيمو څخه غوره کېږي ، روزنه به يې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي . دا کار به له دغه وزارت سره مرسته وکړي چې ددغو ولايتونو په لري سيمو کې ښځينه مسلکي کارکوونکي ولري . دا کار په طبعي ډول ،ماهرو کارکوونکو ته د مېندو او ماشومانو لاسرسی زياتوي چې د دوی د مړينې د کچې د راټېټېدو لامل هم کېږي .''

د عامې روغتيا وزارت وايي په دې وروستيو کلونو کې يې په ټول هېواد کې 2500 قابلې روزلې دي او په وينا يې لا هم له پېنځ نيم زره تر شپږو زرو نورو ته اړتيا ده .

د شمېرو له مخې د افغانستان په ډېرو سيمو کې روغتيايي مرکزونه او کلينکونه نشته او که وي نو هلته ښځينه ډاکټره نه پيدا کېږي .

دغه ستونزه په نا ارامو ولايتونو کې لږ نوره زياته ده چې له همدې امله ښځې له زياتو ستونزو سره مخامخې دي.

د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې په هر نيم ساعت کې يوه مور د زېږون پر مهال مري . خو اوس د عامې روغتيا وزارت وايي چې دغې ستونزې ته په جدي سترګه ګوري او هڅه کوي چې د روغتيايي خدمتونو دپراختيا او زياتونې په مرسته د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه کړي .