صبا: د یونما پر دفتر په برید کې څلورواړه برید کوونکي وژل شوي

ښاغلی صبا
Image caption ډاکټر داود صبا:''له پولیسو سره د اخ و ډب پرهال چاودنه وشوه او بیا ټول برید کوونکي ووژل شول، خو یو پولیس او یو ساتونکی هم پکې ټپيان شوي دي.''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي په لوېديځ هرات ولایت کې یې پر سیمه ییز دفتر وسله والو برید کړی دی.

د هرات والي ډاکټر داود صبا ویلي چې: ''څلورو ځانمرګو برید کوونکو غوښتل چې د یونما د دفتر په ودانۍ کې د ننه بریدونه وکړي، خو تر پېژندل کېدا وروسته پولیسو برید پرې وکړ.''

ښاغلي صبا دغه څرګندونې تر برید یو ساعت وروسته په هرات کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه: ''له پولیسو سره د اخ و ډب پرهال چاودنه وشوه او بیا ټول برید کوونکي ووژل شول، خو یو پولیس او یو ساتونکی هم پکې ټپيان شوي دي.''

رپوټونه وايي چې دوو برید کوونکو د پولیسو یونیفورم او دوو د ښځو جامې اغوستې وې او څلورواړه په وسلو سمبال ول.

د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

مخکني مالومات

وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو که څه هم د برید او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه دقیق مالومات نه لري، خو داسې رپوټونه شته، چې دا برید دې د دوو ځانمرګو برید کوونکو لخوا شوی وي.

سیمه د افغان امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده او نژدې څوک نه ورپرېږدي.

رپوټونه وايي برید کوونکي د افغان پولیسو په جامو کې ورغلي ول.

Image caption سیمه د افغان امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده شوې او نژدې څوک نه ورپرېږدي.

په هرات کې د یونما دفتر ویاند ویلي اوس د برید او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ویلی، خو یو ساعت وروسته به د برید پوره جزییات د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان کړي.

دی وايي چې وسله والو پر دفتر راکټي برید کړی دی.

د یونما دغه دفتر د هرات ښار په جنوب کې موقعیت لري، چې وړاندې هم دغه سیمه نارامه وه.

که څه هم هغې سیمې ته څېرمه، چې دغه دفتر موقعیت پکې لري، بهرني ځواکونه مېشت دي، خو هغوی د برید په اړه لاتراوسه څه نه دي ویلي.

وړاندې هم د یونما پر دفتر ورته بریدونه شوي، خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.

ورته مطالب