په روان کال کې ۶۰۰ ناټو سرتېري وژل شوي

د افغانستان په ختيځ کې د یوه بهرني سرتېري په وژل کېدو سره په روان زیږدیز کال کې د بهرنیو وژل شوو سرتېرو شمېر ۶۰۰ ته ورسېده.

Image caption له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا تر اوسه په افغانستان کې ۲۱۷۰ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د روان ۲۰۱۰ کال ایله دوه میاشتې پاتې دي، تر اوسه د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۶۰۰ پوځيانو ته رسېدلی دی.

سږ کال د بهرنیو ځواکونو لپاره تر تېرو هغو ډېر خونړی بلل شوی دی.

پر همدې مهال افغان او بهرني چارواکي د اورپکو پرضد د پرلپسې عملیاتو خبره کوي، خو وايي چې په روان کال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې سخت عملیات د ځواکونو د مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي دي.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو یوې ویاندې جنرال سن سیټ بلنسکي بي بي سي ته وویل، د اورپکو د ماتولو لپاره لانورو عملیاتو ته اړتیا ده:

" له بده مرغه سږ کال ایساف ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده، دا چې د بهرنیو ځواکونو شمېر زیات شوی دی، اورپکي د خپلو خوندي ځایونو د موندلو په درشل کې دي، له همدې امله موږ هڅه کوو چې تر ډېره اورپکي په نښه کړو، او همدارنګه له وسله والو سره د مبارزې په برخه کې زموږ د کمپاین د یوې برخې په توګه موږ زیات عملیات ترسره کوو."

د افغانستان د دفاع وزارت د بهرنیو او افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتوالي ته په اشارې سره وايي، د ځواکونو له ډېرېدا سره پوځي فعالیتونه هم ډېرېږي چې په پایله کې لانور غبرګونونه پیدا کوي، او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوړي. خو د تېر کال پرتله د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه څه ډول وه؟

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي وايي:

"هغه موضوع چې پر بهرنیو ځوکونو پورې تړلې ده، پر افغان امنيتي ځواکونو پورې هم تړاو لري، په ځانګړې توګه زیاتره عملیات په ګډه ترسره کېږي، کوم زغره وال تجهیزات او توکي چې بهرني ځواکونه یې په واک کې لري، افغان ځواکونه یې هومره نه لري، له دې امله د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده."

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه نورالحق علومي وايي ناامنۍ، د حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا د ښې امنيتي تګلارې نه پلی کېدل هغه عوامل دي چې په افغانستان کې د پوځي تلفاتو لامل شوي.

د ښاغلي علومي په وینا، په زیاتره عملیاتو کې ملکي خلک اغېرمن کېږي چې دا د بهرنیو ځواکونو پرضد غصه راپاروي او د اورپکو له لیکو سره خلک یوځای کېږي:

Image caption دا مهال په افغانستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېر بهرني ځواکونه مېشت دي.

"د تېر کال په اوږدو کې د پوځي په تېره بیا د بهرنیو ځواکونو په لیکو کې او ملکي مرګ ژوبلې عوامل خپله د ناامنۍ سبب شوي دي، هغه تګلاره چې باید په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او افغانستان لخوا په سمه توګه پلی شوې وای، سمه پلی نه شوه، د فساد ډېروالی او له قانون نه سرغړونه او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زیاتوالی په هېواد کې د نارامیو د ډېرېدا لامل شول. "

په تېر ۲۰۰۹ کال کې افغانستان کې ۵۲۱ بهرني سرتېري وژل شوي ول.

دا مهال په افغانستا ن کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېر بهرني ځواکونه مېشت دي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا تر اوسه په افغانستان کې ۲۱۷۰ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

خو د ۶۰۰ سرتېرو په وژل کېدو سره سږکال د بهرنیو ځواکونو لپاره تر تېرو هغو ډېر خونړی بلل شوی دی.

ورته مطالب