اروپايي ټولنې د افغان پولیسو روزنه وغځوله

افغان پولیس د روزنې پرمهال
Image caption ټاکل شوې ده چې له بهرينو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤوليت سپارلو خبره د نومبر پر ۱۸مه په ليزبن کې د نا ټو په سر مشريزه کې مطح شي.

د اروپايي ټولنې پوليسو د افغان پوليسو د روزنې ماموريت د نورو دريو کلنو لپاره وغځاوه.

د اروپايي ټولنې د پوليسو مشر په کابل کې ويلي دي چې دغه روزنه هر اړخيزه ده او د پرمختگ لپاره يې دوى يوه روزونکې ډله په پام کې نيولې ده.

ياده شوې ټولنه وايي دې لپاره چې افغان پوليس له نړيوالو ځواکونو نه مسؤوليت واخلي، دغه روزنه ډيره اړينه ده.

له بهرينو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د واک د ليږدونې لپاره هڅې گړندۍ شوې دي .

د اروپايي ټولنې د پوليسو مشر وايي چې دوى د ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې د اغېزناکو پوليسو د جوړولو هڅې په ټول افغانستان کې پيل کړي دي. وايي اوس هغه وخت رارسېدلى چې افغان پوليس د بهرنيو ځواکونو ځاى ناستي شي.

د يادې شوى ټولنې د پوليسو مشر بي جي جوکا ساوو لاينن په دې برخه کې د افغان پوليسو سمه روزنه ډېره اړينه بولي او وايي چې ددې موخې د پوره کولو لپاره د افغان پوليسو د روزنې ماموريت د درېيو نورو کلنو لپاره غځوي:

''د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت په حقيقت کې دا ماموريت د درېيو کلونو لپاره تمديد کړى دى، زه ډاډمن يم چې دا بهير به ادامه پيدا کړي، له همدې کبله موږ د مسؤوليت تر سپارلو وروسته هم د رزونکو پوليسو د کمول طرح نه جوړوي.))

د اروپايي اتحاديي د پولسيو د ماموريت مشر پرون ناوخته په کابل کې وويل چې د افغان پوليسو د روزلو په موخه يې افغانستان دوه سوه روزونکي پوليس او اويا تنه قانوني سلاکاران راليږلي دي.

په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالتونه په پوځي پوليسو ټينگار کوي خو د ارپايي ټولنې د پوليسو د ماموريت مشر وايي چې پوليس بايد د قانون د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

Image caption د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو چې د دوى ځوکونه د څومره والي او څنگه والي له مخه ددې وړ دي چې امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو واخلي، خو ځينې خلک د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوو ته لا هم د شک په سترگه گوري.

د اوپايي ټولنې د پوليسو ماموريت يو پول د ناپوځي پوليسو په روزلو ټينگار کوي، په ځانگړي ډول په هغو برخو چې د قانون پلي کول تضمين کړي، همدا راز موږ د جنايي پوليسو د روزلو په برخه کې د څارنوالۍ له دفتر او د افغانستان له کورنيو چارو وزارت سره له نژدې کار کوو.''

ټاکل شوې ده چې له بهرينو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د مسؤوليت سپارلو خبره د نومبر پر ۱۸مه په ليزبن کې د نا ټو په سر مشريزه کې مطح شي.

د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو چې د دوى ځوکونه د څومره والي او څنگه والي له مخه ددې وړ دي چې امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو واخلي، خو ځينې خلک د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوو ته لا هم د شک په سترگه گوري.