حامد کرزي له ایرانه د 'نغدوپیسو' راتګ ومانه

ښاغلی کرزی او رحمانوف
Image caption ښاغلي کرزي د تاجکستان له ولسمشر سره ځينې قراردادونه هم لاسلیک کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي له ایران لخوا د هغه دفتر ته د پیسو د ورکولو رپوټ ومانه.

مخکې نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي وو چې د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس د ایران سړی دی او له هغه هېواده پییسې اخلي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د تاجکستان له ولسمشر امام رحمانوف سره د یولړ قراردادونو تر لاسلیکولو وروسته د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ومنله چې دفتر یې له ایران څخه د پیسو بېلونه اخیستي دي.

ښاغلي کرزي وویل چې دا پیسې د ځانګړو اشخاصو لپاره نه وې، بلکې د ولسمشرۍ له دفتر سره د مرستې په توګه ورکړل شوې دي.

حامد کرزي وویل چې د امریکا په ګډون په همدې توګه ګڼو هېوادونو افغانستان ته پیسې ورکړې دي:

''د ایران حکومت هرکال یو یا دوه ځلې له موږ سره پنځه، شپږ یا اووه سوه زره یورو مرسته کوي، چې دا رسمي مرسته ده.''

ښاغلي کرزي له ښاغلي دوادزي څخه، چې د نیویارک ټایمز لخوا د پیسو په اخیستو تورن دی، سخته دفاع وکړه .

حامد کرزي وویل،" ایران هرکال له افغانستان سره ټاکل شوی مبلغ مرسته کوي، چې دغه پیسې هم له افغانستان سره مرسته ده او داودزی به دا پیسې زما په امر اخلي. "

حامد کرزي د نیویارک ټایمز د رپوټ په اړه وویل: "دغه ورځپاڼه د خپلو ګټو پر بنسټ کار کوي، تاسو هم له نیویارک ټایمز څخه زده کړﺉ. دوی غواړي چې موږ بدنام کړي ، تاسو هم هغوی بدنام کړﺉ. "

نيويارک ټايمز د يوه افغان چارواکې له خولې په تېر اګست کې ايران ته د ولسمشر حامد کرزي د رسمي سفر کيسه را اخيستې چې وايي په افغانستان کې د ايران سفير فدا حسين مالکي هم ورسره ملګری و.

نیویارک ټایمز ته یوه افغان چارواکي ويلي د ایران سفیر فدا حسین مالکي د کرزي د دفتر رییس عمر داود زي ته ایران ته د ولسمشر کرزي د سفر پرمهال يو پلاستکي بکس ورکړ چې د يورو له بېلونو ډک و.

يوه بل افغان چارواکي هم ددې خبرې پخلی کړی چې ښاغلي داودزي خپل کور ته له نغدو پيسو څخه يو ډک بکس يووړ.

هغه د نوم د نه څرګندولو په شرط ويلي: ''دا ايرانۍ پيسې وې او موږ ډېرو دغه پيسې وليدې.''

د يو شمېر افغان او لوېديځ چارواکو په وينا دغه بکس د هغو نغدو پيسو يوه برخه وو، چې ايران غواړي په پټه او دوامداره توګه د ښاغلي داودزي وفادارۍ واخلي او د ولسمشرۍ په ماڼۍ خپل اهداف خوندي وساتي.

Image caption ښاغلي کرزي وویل چې دا پیسې د ځانګړو اشخاصو لپاره نه وې، بلکې د ولسمشرۍ له دفتر سره د مرستې په توګه ورکړل شوې دي.

ښاغلی داودزی وړاندې په ایران کې د افغانستان د سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.

هغو کسانو چې ددغې مسلې په تړاو يې له نيويارک ټايمز سره خبرې کړې يوه هم د مسلې د حساسيت له کبله خپل نوم نه دی اخيستی .

په افغانستان کې د ايران سفير ښاغلي مالکي هم په دې اړه شويو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کړې او يوه وياند يې په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې . د ښاغلي مالکي وياند دا د لويديځ او بهرنيو رسنيو شيطاني ګنګوسي بللي دي .

ورته مطالب