په کندهار کې د طالبانو ضد عملیات غځول شوي

کندهار
Image caption په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د عامه اړيکو ددفتر مشر ډگروال گيري کيشنر ومنله چې دغه بمونه يې کارولي دي خو وايي دا بمونه د سړک د غاړي د ماينونو د چولو لپاره دي

په کندهار کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات چټک شوي دي او د ولسواليو لريو پرتو سيمو ته غځېدلي دي.

ناټو ځواکونه مني چې په دغو عملياتو کې يې داسې نوي ډول بمونه کارولي دي چې د سړک د غاړي بمونه چووي، همدار راز د ځينو سيمو ولسواليو خلک وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يې کورونه وران شوي او سړي يې نيول شوي دي.

خو چارواکي وايي وايي چې خلکو ته به تاوان ورکړي او کوم بې گناه خلک چې نيول شوي دي وار له مخه يې د خوشي کولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او افغان چارواکي وايي چې د کندهار په زيړۍ، ارغنداب، پنجوايي او يو شمېر نورو ولسواليو کې يې وسله وال طالبان په شا تمبولي او حکومتولي يې په کې ټينگه کړې ده.

خو د همدغو پرمختگونو د څيړلو لپاره د افغان او بهرنيو ځواکونو چارواکي زيړۍ ولسوالۍ ته ورغلي وو چې حالت په خپلو سترگو وگوري او له خلکو سره د هغوى د ستونزو په اړه خبرې وکړي،په سويل کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال نيک کارټر وويل زدا د پرمختگ يوه نښه ده چې افغان چارواکي په څو مياشتو کې د لومړي ځل لپاره د سړ ک د لارې ورځي:

''هغه څه چې نن څرگند شول دا و چې د کندهار والي له ډيرو مياشتو وروسته د کندهار لويديځ لور ته د مدد تر حوضه په گاډي کې راغلى دى،هغه څه چې موږ وموندل هيله من کونکي دي دلته د سميزې شورا دوه درې سوو مشرانو خپلې ستونزې بيان کړې حکومت دا ټولې خبرې واوريدې او اوس به ددې وړ وي چې دا ستونزې هوارې کړي.''

د زيړۍ ولسوالۍ ځينې خلک وايي چې بهرنيو ځواکونو په يو شمېر سيمو کې له الوتکو نه داسې بمونه غورځولي چې هر بم يې نژدې يو جريب ځمکه ړنگه کړې ده.

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د عامه اړيکو ددفتر مشر ډگروال گيري کيشنر ومنله چې دغه بمونه يې کارولي دي خو وايي دا بمونه د سړک د غاړي د ماينونو د چولو لپاره دي:

''هو، دا د پاکونې ځانگړي بمونه دي، دا ددې لپاره کارول کېږي چې د سړک د غاړې بمونه وچووي، موږ چې دا وسله کاروو يوازې دا مو په پام کې نه وي چې بهرني سرتيري ترې وژغورو، بلکې افغانان هم ترې ژغورو دا ځانگړي بمونه دي چې لوى کار ترسره کوي او چاودنه يې د سړک د غاړې بمونه بندوي.''

خو خلکو ويل چې ددغو عملياتو په ترڅ کې يې کورونه وران شوي، مېوې يې ځنډنۍ شوې او کسان يې نيول شوي دي.

Image caption د کندهار والي پوهاند توريالي ويسا دا خبرې مني او وايي چې د چا کورونه وران شوي تاوان به ورکړي او کوم بې گناه خلک چې نيول شوي دي خوشې به شي.

د کندهار والي پوهاند توريالي ويسا دا خبرې مني او وايي چې د چا کورونه وران شوي تاوان به ورکړي او کوم بې گناه خلک چې نيول شوي دي خوشې به شي.

خو د ځينو نورو ولسواليو وگړي وايي چې په سيمه کې يې تر عملياتو وروسته امنيتي حالت ښه شوى دى .

که څه هم په کندهارکې د خپلو پر شاتگونو خبره نه مني او وايي چې سيمې يې له لاسه نه دي وتلي خو بهرني ځواکونه وايي چې له کومه مهاله په کندهار کې دغه چاڼيز عمليات پيل شوي دي له ډيرو سيمو نه يې وسله وال مخالفان ايستلي او د حکومتولۍ ټينگولو ته يې لاره هواره کړې ده وايي په نيول شويو سيمو کې يې دوه څلويښت نوې پوستې جوړې کړي چې د وسلوالو مخالفانو د بيا ولکې مخه ونيسي.

ورته مطالب