ستاسې غږ: بهرنۍ پيسې او د وفاداريو پېرل

اوس په لوړه کچه د اوږدو کلونو هغه گونگوسي په رسمي ډول تاييد شوي چې بهرني هيوادونه په افغانستان کې مشرانو ته پټې پيسې ورکوي.

ولسمشر حامد کرزي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې تر برسېرونې وروسته، ومنله چې له بېلابېلو هيوادو نه يې په نارسمي لارو په کڅوړو کې پيسې تر لاسه کړي دي.

نيويارک ټايمز د ايران نوم ياد کړى، خو حامد کرزي وويل چې امريکا هم په ورته ډول پيسې ورکړي او دا د ولسمشر او د هغه د دفتر د اړتياوو د پوره کولو لپاره دي.

سرچينې وايي چې بهرنۍ پيسې په افغانستان کې له واليانو نه نيولې بيا تر مخورو سياسي او پوځي څېرو، وکيلانو او وزيرانو پورې هم رسېږي چې هدف يې بهرنيو گټو ته د هغو راماتول او وفاداره کول دي.

د پيسو په بدل کې د وفاداريو پېرل په لوېديځ کې هم شته او ډېر ځله يې خبره تر رسواييو او استعفاوو رسېږي.

خو په افغانستان کې پر پيسو د وفاداريو پېرل څه عواقب درلودلى شي؟ تاسې يې د مخنيوي قانوني لارې څه بولئ؟

په خپرونه کې د گډون لپاره د پنجشنبې پر ماښام پر دې شمېره زنگ راووهئ او نظرونه مو راسره شريک کړئ:

00442078360331

د برېښنا ليک د راستولو لپاره pashto@bbc.co.uk پته یا د برېښنالیک لاندې بکس کارولى شئ.

د وفاداريو د پېرلو لپاره د بهرنيو پيسو دکارولو عواقب او د مخنيوي لارې يې د پنجشنې ستاسې غږ خپرونه کې.

ستاسې برېښنا ليکونه:

صفر فدايي له کوم ناڅرگند ځاى څخه:

د ولسمشر ددفتر لاس به څومره بند و، چې د يوه پردي هېواد د مشر خيرات ته يې لاس نيولى دى؟ که دومره مجبور واست پر افغانانو به مو غږ کړى و، چنده به يې درته ټوله کړې واى!

محمد طاهر لودين له نيويارک څخه:

ايران څه ملامت دى. نور هېوادونه هم دا کار کوي. مثلا" امريکا مخامخ واليانو ته پيسې ورکوي، ولسمشر ښه پرې پوهېږي خو مخه يې نشي نيولى.

عبدالرحيم خان پکتيا وال- له سعودي څخه:

څارنوالي دې ژر تر ژره دا موضوع وپلټي او روښانه دې کړي چې د ولسمشر په گډون د ارگ کوم کارکوونکي پيسې اخيستي او د پلټنو نتېجه دې خلکو ته اعلان کړي.

عصمت د جرمني له فرانکفورت څخه:

اوس زه دانه منم چې افغانان غيرتي ملت دى. په دې دېرشو کلو کې دومره ولوېده چې اوس له لوړه تر کوزه د پيسو شرنگ ته ټينگېدلى نشي.

جليل الدين کاکړ له يونان څخه:

اى مشرانو، د خداى پار دى پر دې گران افغانستان زړه وخوږوئ.

هارون غرنى – له کابل څخه:

ولسشمر په پټو سترگو د هغه چا ننگه وکړه چې له ايران څخه يې د رويبار په څېر ده ته پيسې راوړې. پوښتنه مې داده چې په دې مساله کې ولسي جرگه څه کولى شي؟

محب الله الله يار – له جلا ل آباد څخه:

د پټو بهرنيو پيسو راتگ که دوام وکړي نو په ارگ کې ناست کسان به د هغوى له خوا وپېرل شي او د هغوى د گټو لپاره به کار کوي... دغه راز شونې ده چې دا کار نور مرستندويان هم له افغانستان څخه خوابدي کړي.

محمد سميع د پښتونخوا له پېښور څخه:

که د جاسوسۍ هدف په کې نه وي، نو ولې مرستې ښکاره نه راځي؟

عبدالواحد له لندن څخه

تر هغو چې وطن خپل اصلي مالک نه وي موندلى، وطنپرست نه موندل کېږي، ټول پيسه پرست دي.

ډاکټر عبيدي- بوداپشت- هنگري

وايي: څوک چې اوښان ساتي، دروازې لوړې ږدي. چې خپلو کارکوونکو ته څوک پخپله لگښت نشي چمتو کولى، ولې يې ساتي؟

احسان الله ضيا ستانکزى- د پښتونخوا له پېښور څخه:

ټول هېوادونه په نورو کې خپلې گټې لري. افغانانو (په دې وروستيو لسيزوکې) کله د پاکستان، کله د روسيې او کله د ايران گټو ته کار کړى دى.

عبدالله له لندن څخه:

زه له خپل هېواده ډېر لېرې اوسم. غوښتل مې چې ژر ور ستون شم، خو چې دا حال مې وليد نو خداى خبر که دا کار وکړم.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .