ايراني پوځيانو يوه افغانه مېرمن ووژله

نيمروز
Image caption ايرانيانو تر دې وړاندې هم څو ځله په ورته بريدونه کې يو شمېر افغانان وژلي او ټپيان کړي دي.

يوه افغان ميرمن د ايران په خاوره کې د ايراني پوله ساتونکو لخوا په ډزو وژل شوې ده.

د نيمروز امنيتي چارواکي وايي دغې مېرمنې چې غوښتل يې په شپه د نيمروز د کنګ ولسوالۍ پر پوله د ايران خاورې ته ننوزي د ايراني پوله ساتونکو لخوا په ډزو وويشتل شوه .

د نيمروز امنيه قوماندان عبدالجبار پردلي وايي دغه مېرمن چې غوښتل يې له خپلو څلور زامنو سره ايران ته د خپلوانو د ليدلو لپاره ولاړه شي لومړی ټپي شوې وه خو ورسته يې د نيمروز په روغتون کې ساورکړه.

ښاغلي پردلي وويل دغې مېرمنې د خپلې کورنۍ مشري کوله او زامن يې اوس يوه ساتنځي ته سپارل شوي دي: (( دغه جنازه کوم وارث نه لري او اوس د نيمروز په روغتون کې ده. دا پخپله د کورنۍ مشره وه، 4 زامن يې چې ټول تر نهو کلنو ټيټ عمر لري اوس يوه ساتنځي ته سپارل شوي دي. ))

دا لومړی ځل نه دی چې افغان وګړي د ايران پر پوله يا د دغه هېواد په خاوره کې دننه د ايراني ځواکونو لخوا په نښه کېږي او وژل کېږي .

تر دې وړاندې هم څو ځله يوشمېر افغان ځوانان چې د کار د موندلو لپاره ايران ته تلل د ايراني ځواکونو لخوا ټپي يا وژل شوي .

افغان چارواکي وايي ډېری افغان وګړي د بېوزلي له کبله دې ته اړ کېږي چې په ناقانونه توګه د ايران خاورې ته واوړي او د دې سفرونو سخت خطر په ځان ومني.