افغانستان او پاکستان د ټرانزيټ يو مهم تړون لاسليک کړ

احدي او فهيم
Image caption دغه تړون به افغان سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي او افغان مالونه به په اسانه نړيوالو بازارونو ته رسېږي.

افغان چارواکي له ګاونډي هېواد پاکستان سره دغه نوی لاسليک شوی تړون مهم بولي او وايي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې نوی پړاو پرانيستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوار الحق احدي د دې تړون د لاسليک پرمهال وويل که څه هم هېواد يې تر دې وړاندې هم د سوداګريزې راکړې ورکړې په برخه کې له پاکستان سره يو تړون درلود، خو زياته يې کړه ، د نوی هغه پر بنسټ به افغانستان وکولی شي خپل صادراتي توکي د پاکستان د کراچۍ، د ګوادر او قسيم بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي.

ښاغلي احدي وويل د دې تړون ګټه وازې افغانستان ته نه بلکې له دې سره به د پاکستان سوداګري هم په سيمه کې وغوړېږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزير محمد امين فهيم هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي تاريخي وبلل او زياته يې کړه چې هېواد به يې تر وسه- وسه هڅه کوي د دغه تړون په پلي کولو سره افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي:

(( زه ډېر خوښ يم چې په دغه تاريخي فرصت کې يو تاريخي سند لاسليکوو. پاکستان او افغانستان يو بل ته ډېر نژدې هېوادونه او ښه ګاونډيان دي . زموږ کولتور، عادتونه او ناسته ولاړه نژدې يو ډول دي ، همدا راز زموږ د ژبو ډېر ټکي ګډ دي .

له همدې کبله موږ له يو بل سره د وروڼو غوندې چلند کوو او د ورڼو غوندې له يو بل سره مرسته کوو. زه به د زړه له تله هڅه کوم چې موږ دواړه هېوادونه د ښو اړيکو پر بنسټ يو له بل سره ولاړ شو. ))

په وچه کې د راګير افغانستان تکيه تر ډېره له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه پر وارداتو ده.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال پاکستان افغانستان ته په کال کې شاوخوا يونيم ميليارد ډالره صادرات لري، حال دا چې په يوه کال کې د افغانستان صاردات دغه هېواد ته يوازې شاوخوا دوه سوه ميليونه ډالره ښوودل کېږي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي که پاکستان د افغانستان صادراتي توکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي نو په خبره يې افغانستان به وکولی شي خپل ډېر صادراتي توکي تر نړيوالو بازارونو پورې ورسوي او د خپلو بېوزلو کورنيو کمزوری اقتصاد پياوړی کړي.