په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فيفا په ټاکنو کې د درغليو له امله اندېښنه لري

پر افغان ټاکنو څارونکې اداره فيفا وايي چې د ولسي جرگي په ټاکنو کې يې د نه پاملرنې داسې بېلگې موندلې ، چې که وا نه رزول شي نو د ټاکنو رڼښت به تر پوښتنې لاندې راولي .

د دغې ادارې چارواکي وايي د راى ورکو په بهير کې د ټاکنيزو څارونکو نشتوالي او په ځينو مرکزونو کې د ټولو ورکړل شويو رايو بې اعتباره کول هغه څه دي چې ډېرې نيوکې پرې کېږي . فيفا د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيونه غواړي چې د دغو شکايتونو د لېرې کولو لپاره لاس په کار شي . محمود کوچي د افغانستان د خپلواکو او بې پرې ټاکنو د ادارې (فيفا) له مشر جانداد سپين غر سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې دوی د څه شي په اړه ډېر اندېښمن دي :