د امنيتي کمپنيو د چارو د ارزولو کمېسيون کار پيل کړ

د کورنيو چارو وزير
Image caption بسم الله محمدي د هغه کمېسيون مشر دی چې د امنيتي کمپينو دچارو د ارزولو او د ولسمشر کرزي د 62 ګڼې فرمان د پلي کولو لپاره جوړ شوی دی.

په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د ړنگولو په برخه کې دغه نوى جوړ شوى کمېسيون وايي چې د افغان ولسمشر د 62 گڼې فرمان د عملي کولو لپاره لارې چارې هواروي .

کمېسيون وايي ټولې هغه خصوصي کمپنۍ به ړنگې شي چې يا خو قانوني جواز نه لري، يا د پوځي کاروانو د لېږدولو دندې لري او يا هم د نړيوالو مرستندويه ټولنو ساتنه په غاړه لري .

خو دغه چارواکي د هغو کمپنيو د ړنگېدو په اړه ډېر څه نه وايي چې ويل کېږي په ړنگولو سره به يې رغنيزې او پراختيايي پروژې يا په ټپه و درېږي او يا به هم ټکنۍ شي .

د دغه کمېسيون مشر او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي وايي د دغو کمپنيو د چارو او اړتيا د ارزولو لپاره يوه بله ځانگړې جرگگۍ ټاکل شوې چې له نړيوالې ټولنې سره به يې په چارو غور کوي :

(( د کورنيو چارو ، دفاع او بهرنيو چارو وزارتونه ، د ملي امنيت رياست او نورې اړونده ادارې په گډه هڅه کوي چې د افغان ولسمشر 62 مه ، گڼه فرمان په ټاکلې موده کې پلى کړي .

د هغو نورو کمپنيو په اړه چې د بيا رغونې او ټولنيزو او اقتصادي پراختيايي پروژو په برخه کې کار کوي ، د هغو د ارزولو لپاره داسې يوه کاري ډله جوړه شوې چې له نړيوالې ټولنې سره په همکارۍ به د دغو کمپنيو د ړنگولو مهالوېش جوړ شي او ولسمشر ته به د وروستى پرېکړې لپاره وسپارل شي.))

ښاغلي محمدي دا روښانه نه کړه چې ايا د دغې ډلې کمپنيو د ړنگولو شونتيا هم شته او که څنگه ؟

هغه دا هم و نه ويل چې دغه کمپنۍ به پرخپل ځاى پاتېږي او خپلې دندې به د پخوا په څېر تر سره کوي او که به نوى چوکاټ ورته جوړېږي.

ښاعلي محمدي زياته کړه ، دوی دمګړۍ 54 کمپنۍ په نښه کړې چې ړنګې يې کړي او په وينا يې تر اوسه يې 26 شرکتونه ړنگ کړي او شا وخوا 2200 ميله وسلې يې ترې اخيستې دي.

ښاغلي محمدي په دې برخه کې د نړيوالې تولنې له هڅو او همکاريو خوښي څرگنده کړه او زياته يې کړه چې د افغانستان ټول نړيوال ملاتړي د افغان دولت تر شا ولاړ دي .

په همدې حال کې په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري په زغرده وويل چې هېواد يې د افغان ولسمشر د 62 مې گڼه فرمان ملاتړ کوي او د هغه په وينا که چيرته د افغان ځواکونو روزنې او پالنې ته پاملرنه وشي نو د دغو شرکتونو د شتون اړتيا به پيدا نه شي :(( امريکا د افغان ولسمشر د 62 مې گڼې فرمان ننگه کوي . کله چې ما په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قومندان په توگه دنده لرله او په بېلابېلو ولايتونو کې مې چې خصوصي امنيتي کمپنۍ ليدلې دا پوښتنې به راسره وې چې ولې په افغانستان کې دغه کمپنۍ د امنيت ساتلو دندې پر مخ بپايي ، په داسې حال کې چې دغلته ملي پوځ او پوليس زياتې سمبالتيا ته اړتيا لري او ولې ورته پاملرنه نه کېږي.))

غبرګونونه

له هغه مهاله چې افغان ولسمشر په افغانستان کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د ړنگولو فرمان صادر کړی نو ورسره جوخت يې نړيوالو ملاتړو تند غبرگونونه په داگه کړل او له ولسمشر کرزي څخه يې وغوښتل چې پر خپلې دغې پرېکړې له سره کتنه وکړي .

لويديزوال وايي، په اوسنيو شرايطو کې افغان ځواکونه دغلته د دې جوگه نه دي چې په يوازې سر ټولو امنيتي مسايلو ته اوږه ورکړي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن بيا نېغ په نېغه له ولسمشر کرزي سره د ټېليفون پر ليکه وغږېده او ولسمشر ته يې په دې برخه کې نوي يادښتونه وسپارل.

خو افغان حکومت له هماغه پيله په دې برخه کې د بهرنيو فشارونو خبره کوله ، او ښاغلي کرزي په هغو ويناو کې چې د قومي مشرانو ، مخورو او د سميه ييزو شوراگانو غړو ته په بېلابېلو غونډو کې وکړې ، همدې خبرې ته ډېر زور ورکاوه چې ګنې په دې برخه کې د نړيوالو تر سخت فشار لاندې دى . خو هغه دا هم ويلي چې هېڅکله به دغو فشارونو ته سرټيټ نه کړي .

له بلې خوا ځينې افغان شنونکي وايي په دې برخه کې د نويو کمېسيونونو جوړونه په دې مانا ده چې ښايي افغان حکومت شا تگ ته اړوتى وي .