افغان چارواکي: د کندهار عمليات 18 مياشتې وغځېدل

نيک کارټر
Image caption په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان ويلي چې د کندهار د عملياتو پايلې به په راتلونکې جون کې په ډاګه شي.

افغان امنيتي چارواکي وايي د مشترک په نامه عملياتو په تېر يوه کال کې په کندهار پاموړ گټور بدلون راوستى دى.

چارواکي وايي چې ددغه بهير په ترڅ کې يې د ياد شوي ولايت، له ژېړۍ،ډنډ،ارغنداو او پنجوايي ولسواليو څخه د حکومت وسلوال مخالفين ايستلي او يا هم وژلي دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قل اردو نوي قومندان جنرال عبدالحيمد وردگ بي بي سي ته وويل چې د همدغو پرمختگونو د ساتلو او لا غوړېدا په موخه د مشترک په نامه عمليات سر له اوسه د اتلسو نورو مياشتو لپاره وغځول شول: (( مخکې د مشترکو عملياتو په نوم باندی يو پلان جوړ شوی و، او 1388 کال په تلې کې پيل شوي ول اوس ختم شول .

اوس د ادی د کندهار لپاره د اتلسو مياشتو لپاره د اميد مشترک عملياتو پلان نور هم وغځېد، ځکه په دې وخت کې موږ وکړای شول چې دا دکندهار دعملياتو د حالت ابتکار په خپل لاس کې ونيسو.

له دې خاطره چې په دې ځای کې د ښمن بيخي له منځه لاړ شي او سوله ټينګه شي. دغه د اميد د عملياتو مشترک پلان اتلس مياشتې نور وغځېد.))

د کندهار د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان داسې مهال د عملياتو د غځېدو خبر ورکوي چې د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دوه ورځې وړاندې ويلي ول، د کندهار عمليات پاى ته په رسېدو دي او دوى به تر دې وروسته د افغانستان د شمال په لوري مخه کوي.

افغان امنيتي ځواکونه داسې مهال د کندهار د عملياتو د غځيدو خبره کوي چې د افغانستان په سويل کې د بهرنيو ځواکونو بريتانيايي قومندان تورنجنرال نيک کارټر هم د يوې ويډيو غونډې له لارې د امريکا په دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل، د کندهار د عملياتو ريښتينې پايلې به د را روان ميلادي کال تر جون پورې په ډاگه شي: ((زه به تاسې ته دا و وايم چې په افغانستان کې د پرمختګ د نه معلومولو په برخه کې تر هغه چې په کال کې يې مناسب فصل او وخت نه وي رارسېدلی بايد ډېر ځير و اوسیء.

زه انګېرم چې تر راتلوونکي جون پورې به موږ باوري شو چې موږ په تېرو څو مياشتو کې څومره پرمختګ کړی او څومره برياليتوب مو ترلاسه کړی دی. ))

ښاغلى کارټر د راروان کال تر جون پورې د کندهار د عملياتو د ريښيتينو پايلو د جوتېدو خبره کوي،خو وار له مخه د ځينو لاس ته راوړنو يادونه هم کوي .

نوموړي ويلي په هڅوونکو نښو کې دا هم راځي چې اوس ولسي وګړي کولای شي په کندهار او شاخوا سيمو کې له کومې ستونزې پرته وګرځي.

پوښتنه داده چې افغان او بهرني ځواکونه به په راتلونکو اتلسو مياشتو کې د کومو موخو د خپلولو لپاره عمليات کوي؟

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد وردگ وايي دوى به په راتلونکي پړاو کې سيمه ييزې شوراگانې او سمه ييز پوليس جوړ کړي او هر اړخيزې بيا رغونې ته به لاره پرانيزې: (( په دغو عملياتو کې به شوراګانې جوړې شي او هم به سيمه ييزو پوليس جوړشي او هم به په ځينو سيمو کې چې ماينونه شته پاک شي .

دغه راز به دخلکو لپاره امنيت تامين شي ،د بيا رغونې کارونه په دې څلورو پېنځو ولسواليو کې پيل او پکې به سړکونه ، کلينکونه ، او مکتبو نه جوړ شي.))

Image caption د کندهار عملیات شاوخوا یو کال مخکې پيل شوي ول.

د کندهار عمليات افغان او بهرنيو ځواکونو شاوخوا يو کال مخکې پيل کړي ول .

له دې سره سره چې طالبان د دغو عملياتو په ترڅ کې د خپلو شاتگونو او ماتو خبرې ناسمې بولي خو افغان او بهرني ځواکونه وايي دوى ډېر پرمختگ کړى او د خپل پرمختگ يو لامل دا په گوته کوي چې ولس يې ملگرتيا کوي .

په سويل کې د بهرنيو ځواکونو کوماندان ويلي ، په کندهار ښار کې په سلو کې اتيا شلخي بمونه او چاوېدونکي توکي د خلکو له خوا افغان پوليسو ته ورښوول کېږي او يا هم د پوليسو لخوا موندل کېږي چې دا د حکومت پر وسلوالو مخالفانو فشار ډېروي ،او د هغوی سرچينې کموي .