کرزی: ناټو دې د شینوارو د عملیاتو توضیحات راکړي

حامد کرزی
Image caption حامد کرزي ویلي د ناټو او روسیې دا ډول خپلسري عملیات غندي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره له ناټو ځواکونو غوښتي چې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د روسيې د نشه يي توکو پرضد مبارزې له ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو توضیحات ورکړي.

له ولسمشرۍ نه خپره شوې ویناپاڼه کاږي، دا چې افغانستان له روسیې سره دوستانه اړيکي لري، باید د نشه يي توکو پرضد عملیات له افغانستان سره په همغږۍ ترسره شوي وای.

حامد کرزي په خپله ویناپاڼه کې ویلي: ''هېڅ سازمان دا حق نه لري چې د افغانستان له موافقې پرته د دغه هېواد خاورې ته ننوځي او دا ډول پوځي عملیات وکړي. د افغانستان حکومت د ناټو دا عملیات غندي، دا ډول عملیات د افغانستان د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول او په خپلسر عملیات دي.''

د ویناپاڼې په وینا، ولسمشر کرزي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي او پایلې یې د نن ورځې تر ماښامه ولسمشر ته وسپاري.

مخکني مالومات

Image caption ویل کیږي د نیول شوو نشه یي توکو ارزښت یې شاوخوا 250 میلیون ډالره و.

د افغان چارواکو دا تازه څرګندونې وروسته له هغې راځي چې تر دې وړاندې د لومړي ځل لپاره د روسيې او امريکا د نشه يې توکو ضد يوې گډې ډلې په افغانستان کې د مخدره موادو د پروسس څلور لابراتوارونه ویجاړ کړي و چې ویل کیږي د نیول شوو نشه یي توکو ارزښت یې شاوخوا 250 میلیون ډالره و.

چارواکي وایي که روسیه له نشه یي توکو سره ځانګړي ځواکونه هم افغانستان ته ولیږي، نو دوی به یې ملاتړ وکړي.

افغان چارواکي له نشه يي توکو سره د مبارزې په ډګر کې د روسیې همکاري ګټوره ارزوي او په ختیځ ولایت ننګرهار کې یې لومړني عملیات په دې برخه کې د همکارۍ پیلامه بولي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې افغان وزارت وایي: نشه یي توکې نه یواځې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یوه مهمه ستونزه ده او په خبره یې د مبارزې لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.

له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال وزیر محمد ابراهیم اظهر وایي: تمه یې دا ده چې روسیه په دې برخه کې خپله همکاري لا پسې پراخه کړي:

''دا یو حقیقت دی چې د افغانستان حکومت په یوازې سر دا مبارزه پرمخ نه شي بېولی، دا یوه نړیواله پدیده ده، چې د سیمې ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټوله له یو بل سره لاسونه یو کړي، چې په دې سره به افغانستان او نړۍ له دې ستونزې خلاصه شي، په دې ستونزه کې افغانستان ډېره قرباني ورکوي، ځکه چې دلته په افغانستان کې یو میلیون کسان په نشه يي توکو روږدي دي.''

ښاغلی اظهر وایي که چیرې روسیه له نشه یي توکو سره د مبارزې یوه ځانګړې ډلګۍ هم افغانستان ته راولیږي نو دوی به یې ملاتړ وکړي.

د افغان چارواکو دغه تازه څرګندونې وروسته له هغې راځي چې تر دې وړاندې د روسيې او امريکا له نشه يې توکو سره د مبارزې يوې گډې ډلې د فغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د پروسس د څلورو لابراتوارونو د ویجاړولو خبر ورکړ.

ویل کیږي د نیول شوو نشه یي توکو ارزښت یې شاوخوا 250 میلیون ډالره و.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د نشه یي توکو لابراتوارونه ویجاړیږي او یا هم نشه یي توکي نیول کیږي، خو دا ځل یې توپیر له تیر هغه سره په دې کې دی چې دا ځل له نشه یي توکو سره د مبارزې یوه روسیي دلګي هم د لومړي حل لپاره په دغو عملیاتو کې برخه اخيستې وه.

په افغانستان کې د ځینو نیوکه دا ده چې لا هم تر نيول شويو نشه یي توکو هغه ډير دي چې له بيلا بيلو لارو بهرنيو هيوادونو په ځانګړې ډول د منځنۍ اسیا او له هغې لارې روسېې ته قاچاقيږي .

روسیې په بیا بیا په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې د بهیر پر څرنګوالې کلکې نیوکې کړې او هغه یې پڅ بللی دی.

تیرکال د روسيې ولسمشر دیمتري میدويدیف په افغانستان کې تو ليد شوي نشه يي توکي د روسيې ملي امنيت ته گواښ بللى او دې ستونزې د مسکو او واشنگټن ترمنځ په اړيکو هم سيورى غوړولى و.

Image caption افغان حکومت تمه څرګندوي که نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډي هیوادونه له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه په خلاص مټ او ریښتیني توګه همکاري وکړي، نو په خبره یې ډیر زر به د دغې ناوړه پدیدې ټغر له افغانستانه ټول او د له منځه وړلو مزل به یې رالنډ کړي.

همدا څه موده وړاندې روسي چارواکو ویلي و چې ناټو په افغانستان کې یواځې په پوځي ماموریت بوخته ده او په دغه هیواد کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په هڅوکې پاتې راغلې.

د روسيې د نشه يي توکيو ضد اژانس مشر ويکتور ايوانوف ويلي و چې په افغانستان کې د نشه يي توکيو پر وړاندې جوړه شوې تگلاره ناکامه ده او بايد له سره ورته کتنه وشي.

افغان حکومت تمه څرګندوي که نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډي هیوادونه له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه په خلاص مټ او ریښتیني توګه همکاري وکړي، نو په خبره یې ډیر زر به د دغې ناوړه پدیدې ټغر له افغانستانه ټول او د له منځه وړلو مزل به یې رالنډ کړي.

ورته مطالب