ناټو په افغانستان کې د ۳۰ وسله والو د وژلو ادعا کړې

پکتیکا
Image caption پکتیکا کې زیاتره امريکايي پوځيان مېشت دي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي چې تېره شپه یې په متقابل برید کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي، خو طالبان افغان او بهرنیو پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

برید تېره شپه د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ برمل کې د افغان او ایتلافي ځواکونو پر پوستو په مخامخ توګه شوی.

ناټو وايي په برید کې د دوی پنځه سرتېري ټپیان شوي او کله چې برید پای ته ورسېد، متقابل هوايي برید یې وکړ، چې ۳۰ توسله طالبان پکې ووژل شول.

خو د وسله و الو طالبانو یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه د دوی پر جنګیالیو برید ومانه او زیاته یې کړه چې په متقابل برید کې د دوی اته کسان وژل شوي او درې ټپيان دي:

''موږ شپږ پوستې نیولې وې، چې کورنیو او بهرنیو ځواکنو ته مو ګڼه مرګ ژوبله واړوله.''

خو د پکتيکا د ملي اردو د دویمې لېوا قومندان جنرال زمري ويلي، د برمل په مرغۍ سیمه کې د طالبانو ۱۵ مړي د دوی لاس ته ورغلي او یو برید کوونکی یې په ټپي حالت کې ژوندی نیولی دی.

پکتیکا د هېواد په جنوب ختيځ کې له جنوبي وزیرستان او بلوچستان سره تر ۳۰۰ کیلومترو ډېره پوله لري، وخت ناوخت ترېنه د تاوتریخجنو پېښو رپوټونه ورکول کېږي.

چارواکي وايي چې دغه جنګلاي له وزیرستان نه راوړي.

د ویلو ده چې پکتیکا کې زیاتره امريکايي ځواکونه مېشت دي.

ورته مطالب