۱۵۵ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور محکوم شوي

نشه يي توکي
Image caption د دوی په وینا، همداراز د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ کسان د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د اړیکو په تور محکوم شوي دي.

د ۱۳۸۹ کال د دویمې نیمايي په درو میاشتو کې د افغانستان د نشه يي توکو پرضد مرکز ابتدايي عدلي او قضايي محکمې یو سل او پنځه پنځوس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور په تنفيذي حبس او نقدي جریمې محکوم کړي دي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان له دوو څخه تر اتلسو کلونو بند او له درې سوه زرو نه تر دوه میلیونه افغانیو پورې په نغدي جریمې محکوم شوي دي.

د افغانستان د نشه يي توکو پرضد د عدلي او قضايي مرکز ویاند خلیل الرحمن متوکل وايي، په دې موده کې له ۱۶ ولایتونو څخه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۱۳ قضیې دغه مرکز ته ور رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، له هلمند څخه ۲۲ قضیې، له نیمروز څخه ۱۰ او له فراه ولایت څخه ۹ قضیې ورغلې دي:

''د ټولټال ۱۵۵ هغو کسانو له ډلې څخه چې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په ۱۸ کلونو بند محکوم شوي، د عامه خدمتونو کارکوونکي هم پکې شامل دي، چې د کانو او صنایعو وزارت پنځه انجنیران، د کندهار د دويمي امنيتي حوزې آمر، د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ دوه افسران، د لوېديځې څلورمې سرحدي لېوا قومندان، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ یو تن افسر او د هلمند ولایت یو تن ښوونکی هم پکې شامل دي.''

ښاغلی متوکل زیاتوي د نشه يي توکو تر ټولو لویه قضیه د کندهار پر دوو تورنو کسانو پورې تړاو لري، چې د یوه ټن تریاکو په قاچاق تورن شوي دي.

هغه همدا راز وویل چې د روان کال په درو میاشتو کې څو ټنه هیرویین، تریاک، چرس کلک کیمیاوي مواد او زرلګونه لیتره تیزاب له منځه وړل شوي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، دغه مرکز یوازې د نشه يي توکو هغه لویې قضیې ارزوي، چې لږترلږه د قاچاق شوو توکو اندازه پکې دوه کیلوګرامه هیرویین، لس کیلوګرامه تریاک او پنځوس ګیلوګرامه چرس دي.

د دوی په وینا، همداراز د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ کسان د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د اړیکو په تور محکوم شوي دي.

ورته مطالب