حکومت: د ننګرهار عملیات له همغږۍ پرته شوي

وحید عمر
Image caption د ولسمشرۍ وياند وحيد عمر وويل افغانستان د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې له روسيې سره د همکارۍ موافقه لري ، خو دا موافقه په پوځي ډګر کې نه ده شوې.

افغان حکومت وايي په ختيځ ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو پر ضد د ناټو او روسيې د ګډو پوځي عملياتو په اړه له وړاندې خبر نه وو ورکړل شوی.

دوی وايي د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له روسيې سره د همکارۍ موافقه لري ، خو لا دا موافقه نه ده شوې چې په پوځي عملياتو کې هم ونډه واخلي.

په افغانستان کې مېشتو ايساف ځواکونو او د ناټو ملکي برخې دواړو په ننګرهار ولايت کې د نشه يي داروګانو پر ضد عملياتو کې د امريکايي ځواکونو ترڅنګ د روسي ځواکونو شتون رد کړ.

د ناټو ملکي برخې وويل چې په دغو عملياتو کې هېڅ يونيفورم لرونکي او وسله لرونکي روسي برخه نه لرله.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې شويو دغو عملياتو د افغان حکومت کلک غبرګون را وپاراوه او دا يې د افغانستان په حريم تېری وباله.

سره له دې چې په افغانستان کې مېشت ناټو او آيساف ځواکونه د ننګرهار د اچين په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر ضد عملياتو کې د روسي سرتېرو شتون ردوي، افغان حکومت لا هم پخپل دريځ ولاړ او دا د ملي واکمنۍ پر خلاف کار بولي.

د ولسمشرۍ وياند وحيد عمر وويل افغانستان د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې له روسيې سره د همکارۍ موافقه لري ، خو دا موافقه په پوځي ډګر کې نه ده شوې:

''د ناټو له لوري د افغانستان په دننه کې د پوځي عملياتو لپاره د څلورو روسي اېجنټانو راوستل هغه موضوع وه چې موږ يې په اړه غبرګون وښوده او اوس هم په خپل دريځ ولاړ يو. دا د افغانستان د ملي واکمنۍ پر خلاف کار دی.''

Image caption جوزیف بلاټس:''تر ټولو لومړی دا چې په افغانستان کې يو روسي سرتېری هم نشته. نه د روسيې حکومت او نه هم افغان حکومت افغانستان ته د روسي سرتېرو د استولو غوښتونکي دي.''

له هغه څو ورځې وروسته چې افغان حکومت په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو نه د ننګرهار په ولايت کې د نشه يي توکو پرضد د روسانو په ګډون شويو عملياتو په اړه د توضيحاتو غوښتنه وکړه ايساف ځواکونه وايي چې په دغو عملياتو کې هېڅ روسي سرتيري ونډه نه لرله.

په ملکي برخه کې د ناټو يوه وياند ډومينيک مېډلي وويل چې د ننګرهار د اچين په عملياتو کې هيڅ داسې روسي برخه نه لرله چې پوځي يونيفورم يې په غاړه وي:

''د روسيې حکومت اعلان کړی چې دوی د امريکې له ځانګړو ځواکونو سره د نشه يي توکو پر ضد دغو ګډو عملياتو کې ګډون کړی، خو دا بايد واضحه کړم چې په دغو عملياتو کې په پوځي جامه او وسلو سمبال هېڅ روسي ګډون نه دی کړی.''

ایساف ځواکونو هم د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر ضد عملياتو کې د روسي سرتېرو شتون رد کړ.

د ایساف ځواکونو وياند جوزيف بلاټس وویل په دغو عملياتو کې روسي سرتېرو ګډون نه درلود او يوازې افغان او امريکايي ځواکونو په کې ګډون درلود:

''تر ټولو لومړی دا چې په افغانستان کې يو روسي سرتېری هم نشته. نه د روسيې حکومت او نه هم افغان حکومت افغانستان ته د روسي سرتېرو د استولو غوښتونکي دي. دا د افغان ځواکونو په مشرۍ عمليات وو چې د نشه يي توکو پر ضد د امريکا ځانګړو ځواکونو يې ملاتړ کاوه.''

خو د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال وزير په يوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې له روسيې سره په ګډه د نشه يي توکو پر ضد عمليات ستايلي وو او ترڅنګ يې له روسيې غوښتي وو چې دې برخې ته نور روسي ځواکونه هم واستوي.

په همدې مهال په افغانستان کې د روسيې سفارت هم په دغو عملياتو کې د روسانو شتون تاييد کړ ، خو ويې ويل چې يوازې دوو څارونکو یې په کې برخه لرله.

ورته مطالب