د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د نقاشۍ نندارتون

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون سيمه ييز چارواکي وايي ډېر ژر به تردې هم لوی نندارتون د بشري حقونو د موضوګانو په تړاو په پلازمېنه کابل کې هم جوړ شي.

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د بشري حقونو د موضوګانو په تړاو د نقاشۍ يو نندارتون جوړ شوی.

په دې نندارتون کې چې د څلورو ورځو لپاره په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر په مرسته پرانيستل شوی، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د څلورم کال يو محصل ضياء فروغ ٣٣ تابلوګانې اېښودل شوې دي.

ښاغلي فروغ هڅه کړې چې په دې انځورونو کې د بشري حقونو او ټولنيزه ستونزو بېلابېل ژور اړخونه په تصويرونو کې نورو ته وښيي.

نوموړي وايي : ''زه هغه مهال چې د ښکلو هنرونو پوهنځي ته ولاړم او زده کړې مې پيل کړې، دا هیله مې درلوده چې يو وخت د خلکو دردونه انځور کړم اوس دې هدف ته نژدې شوی يم . دا نندارتون لومړی په هرات کي جوړ شو خو زه غواړم چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ورته نندارتونونه جوړ کړم.''

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر مشر سيد عبدالقادر رحيمي وايي دا لومړی ځل دی چې په سيمه کې د بشري حقونو موضوع په دې کچه د نقاشۍ هنر موضوع ګرځي.

ښاغلي رحيمي وايي :''دا يوه لاسته راوړنه ده. موږ دنده لرو چې د خپل حق او د نورو د حقونو څخه دفاع وکړو او دې هدف ته بايد له هرې وسيلې نه چې امکان ولري، استفاده وکړو اوس يوه محصل دا کار کړی دی.''

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون سيمه ييز چارواکي وايي ډېر ژر به تردې هم لوی نندارتون د بشري حقونو د موضوګانو په تړاو په پلازمېنه کابل کې هم جوړ شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .