لاريون کوونکي: د ټاکنو پايلې نامشروع دي

لاریون کوونکي
Image caption لاريون کوونکو چې دوسنۍ ولسي جرگې ځينې غړي هم په کې وو د خپلو گڼو نيوکو په ترڅ کې ويل چې په ټاکنو کې زورواکانو زور او جعلي کارتونه کارولي او يو ډېر شمېر خلک له راى ورکونې څخه محروم شوې دى.

د اوسنۍ ولسي جرگې هغو غړو چې د د برياليو کانديدانو د لومړي ليست له مخې په تېرو ټاکنو کې پاتې بلل شوي دي، تر دې مخکې هم په کابل کې د اعتراض غونډې جوړې کړې وې، خو نن خبره لاريون ته ورسېده.

بله دا چې يادو شويو نوماندانو د نني لاريون په ترڅ کې ځينې داسې پاتې راغلي نوماندان هم د ځانونو ملگري کړي وو چې د لومړي ځل لپاره د ولسي جرگې د ټاکنو سيالۍ ته دريدلي وو دغو نوماندانو د ولسي جرگې پر ټاکنو بېلابېلې نيوکې درلودې.

لاريون کوونکو چې دوسنۍ ولسي جرگې ځينې غړي هم په کې وو د خپلو گڼو نيوکو په ترڅ کې ويل چې په ټاکنو کې زورواکانو زور او جعلي کارتونه کارولي او يو ډېر شمېر خلک له راى ورکونې څخه محروم شوې دى.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې ددوى او د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون ارزونې لا هم پاى ته نه دي رسېدلې او دا ډول نيوکې مخکې له وخته دي.

د ټاکنو د کميسيون چارواکي وايي چې د تېرو ټاکنو مشروعيت د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا منل شوى دى.

دغه لارون چې د کابل ښار په زړه کې پيل شوى و د سختو امنيتي تدبيرونو په ولکه کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي تر دفتر يونما پورې وغځېد.

د ملگرو ملتونو ملتونو ددفتر مخې ته بېلابېلو پاتې راغلو نوماندانو ويناوې وکړې او په ټاکنو کې ادعا شوې درغلۍ يې په گوته کړې .

په پاى کې يو لنډ پرېکړه ليک وشو چې د ولسي جرگې تېرې ټاکنې په کې نا مشروع بلل شوې وې:

''ترسره شوې ټاکنې د هېواد د نافذه قوانینو او د افغان ولس د ارمانونو او روا ګټو پرخلاف، یو بې شرمانه سازش بولو، تېرې ټکنې قطعاً نامشروع ګڼو، اعلان کوو چې د ملي یووالي د ټینګښت، د قانون د پلی کولو او د ملي ګټو د خوندیتوب پورې به زموږ هلې ځلې دوام لري.''

خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور د يو شمېر پاتې راغليو نوماندانو ددغو ټولو نيوکو په ځواب کې وويل چې لا هم ددوى ارزونې روانې دي.

د ښاغلي نور په وينا، د تېرو ټاکنو مشروعيت افغان حکومت او نړيولې ټولنې منلى دى:

''که څه هم د تېرو ټاکنو په ځينو محلونو کې په عمدي ډول درغۍ شوې، خو دغه ټاکنې مشروعیت لري، موږ له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي ول چې د دغلیو ځایونه مستند کړي، تر اوسه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دغه درغلۍ ارزوي. د ولسي جرګې د ټاکنو مشروعیت نه یوازې په داخل کې بلکې د نړیوالو سازمانونو لخوا هم منلی شوی دی.''

د اوسنۍ ولسي جرگې ځينې پاتې بلل شوي غړي يوه اوونۍ مخکې هم په کابل کې راټول شوي وو.

د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې د تېرې وږي مياشتې پر ٢٧ تر سره شوې، چې لومړنۍ پايلې يې نژدې درې اوونۍ وړاندې په ډاگه شوې، او ټاکل شوې ده چې وروستۍ پايلې د شکايتونو تر ارزولو وروسته په راتلونکو دوو اوونيو کې په ډاگه شي.

د ځينو لاریون کوونکو ویناوې:

معین مرستیال: ''جعلي کارتونه وکارول شول، په ټاکنو کې زور وچلېد، ټوپک وچلېد او پییسې وچلېدې، د خلکو ارادې تر پښو لاندې شوې، دا د افغانستان د اساسي قانون او د افغانانو د ارادو خلاف یو کار دی، موږ د تېرې وږي میاشتې د ۲۷ ټاکنې نامشروع، باطلې او ناقانونه اعلانوو، او له نړیوالې ټولنې غواړو چې په هېواد کې د ديموکراسۍ د پلی کولو لپاره بیا ټاکنې وشي.''

Image caption لاریون کوونکو ویل چې تېرې پارلماني ټاکنې مشروعیت نه لري او بېرته دې له سره ټاکنې وشي.

عصمت قانع: ''د ټولو خلکو رایې چې کله مرکزیت ته رسېدلې او نه دي شمېرل شوې، ګوتې پکې وهل شوې، او ځينو ولایتونو ته د رایو ورکولو حق نه دی ورکړل شوی.''

صالح محمد: ''په عسکري کالیو کې دوی کارتونه وېشلي دي، او پوځي خلکو صندوقونه ډک کړي چې موږ یې وېدیو هم لرو، جعلي کارتونه یې وېشلي او مناسب کارتونه نه وو وېشل شوي چې خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې وای.''

اوږۍ: ''له تقلبي کارتونو نه په پراخه اندازه ګټه واخیستل شوه، رنګونه یې تقلبي وو، له یوه مرکز نه دوی په اوو کاسټرونو کې رای اچوونکي وبل مرکز ته لېږدول کېږي خپلې ګوتې پاکوي او بیا رایې اچوي. ''

ورته مطالب