ستاسې غږ: د جګپوړو افغان چارواکو د لګښتونو کمولو طرحه

ډالر

خپله ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو خپلو خبرو کې ويلي دي چې حکومت کې داسې معينان شته چې لگښتونه ېې ان د هندوستان د لومړي وزير څخه هم زيات دي.

په افغانستان کې حکومت د لوړپوړو حکومتي چارواکو د " اضافي لگښتونو" د مخنيوي طرحه اعلان کړې ده.

حکومت وايي چې ددې طرحې پلې کېدو سره به نيمايي کلنۍ بوديجه له کورني عايداتو ترلاسه شي.

افغانستان چې د لگښتونو لويه برخه يې له بهرنيو مرستو پورته کېږي، د ډېرو په اند حکومتي ادارو کې داسې لوړ او بې ځايه لگښتونه روان دي چې پرته يې هم د حکومتي ادارو چارې په سم ډول پرمخ تللى شي.

خپله ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو خپلو خبرو کې ويلي دي چې کلېکاږل حکومت کې داسې معينان شته چې لگښتونه يې ان د هندوستان د لومړي وزير څخه هم زيات دي.

دا خپرونه دلته آوریدلی شی

دا چې دا لگښتونه څه ډول دي، او په کوم شکل يې مخنوى شونى دى، ددې اوونۍ ستاسې غږ کې په همدې غږېږو.

ستاسې پوښتنو ته به دا ځل د چارو د ادارې لوى رياست مرستيال، نجيب امين ځواب وايي.

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، نو د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنگ راووهئ ، يا هم په دې شمېره

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس راوستوئ. دغه راز په

Pashto@bbc.co.uk

هم تماس نيولى شئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .